له ۲۸ تنه سورلیو سره یوه روسۍ الوتکه ورکه شوه
یوه روسۍ الوتکه نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) له اته ویشتو سورلیو سره ورکه شوې ده.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې دا 'AN-۲۶' ډوله الوتکه د روسیې له لېرې ختیځ سیمې پیټروپلوسک - کامچټسکي څخه د پلانا ښار ته روانه وه.
د الوتکې اړیکه هغه وخت د هوايي کنټرول له څانګې سره پرې شوه چې غوښتل یې ناسته وکړي.
د تازه راپورونو له مخې الوتکه د کامچټکا هوايي چلند په شرکت پورې تړلې وه. د دغه شرکت مشر الکسي خبروو روسي رسنیو ته ویلي چې الوتکه جوړه وه.
روسیه مخکې هم د الوتکو د غورځېدو یا تخنیکي ستونزو شاهده وه چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د همدغه کامچټکا هوايي چلند شرکت یوه ورته اې – اېن ۲۶ ډوله الوتکه ۲۰۱۲ کال کې هم په همدې مسیر چې نن ورکه شوې په غرونو ولګېده او له څوارلسو سورلیو یې لس تنه ووژل شوې.