سرچینې: د بدخشان ۳ نورې ولسوالۍ هم طالبانو ونیولې
په بدخشان کې د وسله والو طالبانو له خوا د درې نورو ولسوالیو د نیول کېدو راپورونه ورکول کېږي.
سیمه ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه د کوهستان او کوف اب ولسوالۍ له نښتو پرته د طالبانو لاسته پریوتې او نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) هم د بهارک ولسوالۍ طالبانو ونیوله.
له دې مخکې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان جنرال عباس توکلي ویلي و چې پر بهارک ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې حملې په شا تمبولي او له ۳۰ تر ۴۰ پورې وسله وال طالبان یې وژلي دي.
په بدخشان کې په دې وروستیو کې د ټولو هغو ولسوالیو شمېر چې د طالبانو لاسته لویدلې ۱۶ ته رسیدلی.
د بدخشان ۱۱ ولسوالۍ د حکومت تر کنټرول لاندې دي.