له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څو ورځو کې نه بشپړېږي: بایډن
بایډن دغه څرګندونې د جولای پر دویمه نېټه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او په دې توګه یې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د ځواکونو د وتلو رسمي بهیر به له ټاکلي نېټې مخکې په څو ورځو کې بشپړ شي.