فلورېډا کې د نسکورې شوې ودانۍ پېښه کې د مړو شوېو کسانو شمېر۲۲ شو
د امریکا په فلورېډا ایالت کې د یوې لوړې ودانۍ د نسکورېدو په پېښه کې د مړو کسانو شمېر وروسته له هغه ۲۲ ته لوړ شو چې څلور نور مړي د ودانۍ له کنډوالو څخه راواېستل شول.
میامي ښار ته نژدې د استوګنې د دې ۱۲ پوړیزې ودانۍ زیاته برخه د جون په ۲۴مه نېټه ونړېده او له هغه مهاله تر پرونه پورې د ژغورنې ډلو هېڅوک د ودانۍ په کنډوالو کې نه وو، موندلي، خو تر اوسه هم د ۱۲۶ کسانو نومونه د هغو کسانو په لېست کې دي چې تري تم دي.
د دې څلوېښت کلنې ودانۍ له نړېدو وروسته په نورو ښارونو کې چارواکو د لوړو زړو ودانیو د تخنیکي جوړښت په اړه تحقیقات پیل کړل، څو ساختماني نیمګړتیاوې یې د اړتیا په صورت کې ورسمې کړي.