بلخ والي: د ځینو هېوادونو قونسلګرۍبندې شوي یا یې فعالیت محدود کړی
د بلخ والي وايي، په مزارشریف کې د ځینو هېوادونو قونسلګرۍ یا بندې شوي او یا یې خپل فعالیت محدود کړی دی.
فرهاد عظیمي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه ) خبریالانو ته وویل چې د ترکیې قونسلګري کابل او د روسیې قونسلګري د حیرتان بندر او ترمز ښارګوټي ترمنځ سیمې ته کډه شوي دي.
ښاغلي عظیمي وویل، د ایران قونسلګري د تهران د خپلې پالیسۍ او پرېکړې پر اساس خپل جګپوړي ډیپلوماتان له مزارشریفه اېستلي او یوازې د ټیټې کچې کار کوونکي یې پاتې دي.
خو یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې افشا شي، ازادي راډیو ته وویل چې د قونسلګري له فرهنګي اتشې پرته ټول ایراني ډيپلوماتان له مزار شریفه وتلي دي.
د یادو شوېو هېوادونو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.