قریشي: پاکستان غواړي د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې غواړي چې د افغانستان روانه جګړه د خبرو له لارې هواره شي.
شاه محمود قریشي نن له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره د افغانستان په مسایلو باندې مرکه کړې ده.
د مرکې په یوه برخه کې هغه ویلي: "دوی باید خپل مسایل د خبرو له لارې حل کړي. که څوک په زور قدرت ته رسېدل غواړي، نو د وینې تویېدل به زیاتېږي او د افغانستان ګټه پهکې نهشته. د افغانستان زیان د پاکستان په تاوان هم تمامېږي. خدای مهکړه که د افغانستان وضعیت خراب شي، نو پاکستان هم ترې متأثره کېږي."
قریشي ویلي اوس چې د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړېږي پهکار ده چې افغانان د خبرو لړۍ چټکه کړي.
هغه په دې مرکه کې پاکستان د ترهګرۍ قرباني وباله.
قریشي داسې وخت د خبرو له لارې د افغانستان د مسایلو په هواري ټینګار کړی چې دا هېواد د افغانستان د سولې په پروسه کې په دوه مخي رول لوبولو تورن شوی.
افغان چارواکو له هغې ډلې مرستیال ولسمشر امرالله صالح څو ورځې مخکې ویلي و چې پاکستان په خبرو کې له افغان دولت، خو په عمل کې د طالبانو ملتیا کوي.