افغان طالبان وايي، د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په خبرو کې د چا استازیتوب نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار، معید یوسف له جیوز نیوز سره مرکه کې ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مرسته پیل شوي: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نهشته، کله چې... Читать дальше...
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ماهان په نوم د ایران خصوصي هوايي شرکت نن خبر ورکړی چې یوه سایبري یا انټرنیټي حمله یې شنډه کړې ده.
راپورونه وايي، په ایران کې د ماهان هوايي شرکت مشتریانو له هغې ډلې چې ځانونه "هوشیاران وطن" بولي، یو لیکلی پیغام ترلاسه کړی و.
په دغه پیغام کې پر هوايي شرکت د سایبري حملې ادعا شوې او ویل شوي، دا حمله ځکه شوې چې دغه هوايي شرکت د ایران له سپاه پاسداران انقلاب سره اړیکې لري.
ماهان هوايي شرکت وايي، کومه الوتنه یې اغېزمنه شوې نه ده، خو وېب سایټ یې بند شوی دی.... Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، له شل کلن ځنډ وروسته نن بېرته دغه ولایت ته ملکي الوتنې پیل شوې.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د جلال اباد هوايي ډګر ته نن له ایرانه یوه الوتکه چې بشري مرستې په کې بار وې ورسېده.
تردې مخکې د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي ندا محمد ندیم پرون ویلي وو، دغه هوايي ډګر د الوتنو لپاره پوره چمتو کړای شوی دی.
تردې مخکې د ننګرهار له هوايي ډګره یوازې پوځي الوتنې کېدې.
د ننګرهار فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د دې تازه پرمختګ هرکلی کړی.
د بلوچستان پوهنتون انتظامي چارواکو د نومبر پر ۲۰ مه له احتجاج کوونکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې لادرکه زده کوونکي سهل بلوڅ او فصیع بلوڅ به ډېر ژر خوشي کړل شي.
د موټر سایکل ځغلولو د نندارې څلورم دور په کابل کې پیل شو .
د المپیک ملي کمېټې ویاند دادمحمد ناوک ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارو کې ۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده چې د لویانو او تنکیو ځوانانو په کټه ګوریو کې به ولوبېږي.
د دې سیالیو د جوړولو هدف د موټر سایکل ځغلونې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.
د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰ لوبغاړي لري.
په هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه.
د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو پر بنسټ دا سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، اتو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.
د سیالیو پایلوبې ته د بُست او مارجې ولسوالۍ لوبډلې ووتلې چې د مارجې لوبډلې ۳ د صفر پر وړاندې بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د هلمند د والیبال سیالیو اتلولي یې وګټله.
په هلمند کې والیبال سیالۍ د دې ولایت د ورزش امریت په هڅو جوړې شوې وې.
په روسیه کې له پرون راهیسې په کرونا ویروس د ۱۲۵۲ کسانو مړینه ثبت شوې چې تقریباً د ریکارډ تر سحطې لوړ شمېر ګڼل کېږي.
دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې په روسیه کې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو مړینه ثبتېږي.
پر روسیه پراخ انتقادونه کېږي چې د کرونا وبا د عواقبو د کم اهمیته ښوولو لپاره د کرونا ویروس په شمېرو کې احتمالاً لاسوهنه کوي.
د روسیې په ارقامو کې د اوکراین کریمیا سیمه هم شامله ده چې مسکو له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې ورباندې ولکه ټینګه کړې ده.
په روسیه کې نن یکشنبه د کرونا ویروس ۳۶زره ۹۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
راپورونه وايي، سوډان منلې چې لېرې کړای شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده وګماري.
دا اقدام وروسته تردې کېږي چې د اکتوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې تر کودتا وروسته د څو اوونیو لپاره ناکرارۍ روانې دي.
د امه ګوند مشر، فضل الله برمه ناصر وویل، د حکومت او پوځ استازو دا هم منلې چې تر کودتا وروسته نیول شوي چارواکي او سیاستوال خوشې شي.
د ناصر په وینا، د موافقې له مخې به پخوانی صدرعظم عبدالله حمدوک د یوه تکنوکرات حکومت مشري کوي او د دې موافقې په اړه به وروسته اعلامیه ورکړل شي.
تر دې مخکې د فعالانو... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې میاشتې وشوې او حکومتي کارکوونکو ته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.
هالنډ تېر ماښام یو ځل بیا د کرونا وبا د بندیزونو پر ضد د لاریونونو شاهد و .
لاریون کوونکو په هاګ ښار کې پر سړکونو اورونه بل کړل، پولیس یې په ډبرو ایستل او اور شیندونکې پټاقۍ یې چوولې.
له دې یوه ورځ مخکې د هالنډ بل ښار روتردام کې هم مظاهره وشوه.پر دې سربېره پلازمېنه امستردام او بریدا ښارونه هم د ګډوډیو شاهدان وو.
په هالنډ کې دا مظاهرې وروسته تردې پيل شوي چې حکومت یې د کرونا د پېښو د زیاتوالي له کبله تېره شنبه نسبي قرنطین یا ټولبند اعلان کړ.
هالنډ پلان لري چې هغه کسان اوس ځینو سیمو ته له تګه منعه کړي چې د کرونا واکسین یې نه دی کړی. Читать дальше...
د صوبې له مرکزي ښار کوټې څخه ۱۷۰ کلو میټره لرې په شمال ختیځ کې د پرتې هرنايي ضلعې مرستیال کمیشنر سهیل انور هاشمي مشال راډيو ته د دې پېښې پخلی کړی دی.
د حزب اختلاف اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ د نومبر پر دويېمه نېټه په پېښور کې د ګرانۍ پرضد احتجاجي غونډه کړې ده چې ورته د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو سياسي مشرانو ويناګانې کړې دي. دوی د وزیراعظم عمران خان پر حکومت تنقيد وکړ چې په وينا يې د هغه د اقتصادي تګلاريو له کبله نن ګراني زیاته شوې او د دې هېواد اقتصاد د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښکته روان دی. خو واکمن تحريک انصاف وايي چې د پخوانيو حکومتونو د اقتصادي تګلاريو له وجې په پاکستان کې ګراني ده.
ځینې متقاعدین دوی ته د تقاعد د حقوقو له نه ورکړې شکایت لري او وایي چې ورځې او میاشتې یې د تقاعد ریاست د ودانۍ مخې ته تېرې کړې، خو د تقاعد څرک یې و نه لګېد.
د دوی په خبره، د تقاعد له پیسو پرته د عاید بله هېڅ سرچینه هم نه لري او د هوا په سړیدو سره له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د دې متقاعدینو له ډلې محمد زمان ازادي راډیو ته وویل: "له دوو کلونو راهیسې مې د خپل تقاعد پیسې نه دي اخیستي، په دې موده کې مې څه باندې سل ځلي د تقاعد ریاست ته مراجعه کړې، خو وایي چې پیسې نشته. اوس له چارواکو غواړم چې زموږ دې ستونزې ته دې رسیدنه وکړي. Читать дальше...
د پاکستان سپريم کورټ بار ایسوسیشن پخواني مشر علي احمد کرد "عاصمه جهانګیر کانفرنس" ته وويل چې عدلیه باید خلکو ته د انصاف رسولو لپاره د امنيتي ادارو له فشاره ووځي.
د افغانستان د کروندګرو ښځو ټولنه وايي، هغه مېرمنې چې په ولایتونو کې په کرنیزه برخه کې کار کوي، اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د دې ټولنې مشرې ممتاز یوسفزۍ نن یکشنبه(د لړم په ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځې ډېرې یې د للون یا خووي، د مېوو ټولولو او د سبزیجاتو د کرلو په برخه کې په کار بوختې وې.
نوموړې وايي، ډېرې دا ښځې کونډې او د خپلو کورنیو سرپرستې دي او خپلې اړتیاوې یې په کرندو کې د کارکولو له لارې پوره کولې، خو په هېواد کې له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته یې کارونه درېدلي دي.
د دې ټولنې... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، په هېواد کې د خوراکي او سونګ توکو نرخونه کابو کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه (د لړم په ۳۰مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، په مرکز او ولایتونو کې یې ټولو ښاروالیو ته امر کړی چې د سوداګرو لګښتونه معلوم او اجازه ور نه کړي چې هغوی په خپله خوښه نرخونه لوړ کړي.
نوموړي وویل، په دې برخه کې هڅې روانې دي او تر راتلونکو څو ورځو به دا ستونزه حل شي.
د طالبانو حکومت داسې مهال د خوراکي او سونګ توکو د نرخونو د کنټرول خبره کوي چې د ژمي له راتګ سره ډېر خلک په افغانستان... Читать дальше...
د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار وايي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې په خبرو کې د طالبانو حکومت د دوی استازولي کوي.
معید یوسف له جیوز نیوز سره مرکه کې وویل، له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پیل شوي او روانې دي.
دی وايي: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نهشته، کله چې اړتیا شوه بیا به ګورو. Читать дальше...
په تېرو نېږدې درې لسیزو کې د وسله والو او زورواکو له خوا د ځمکې غضب د افغان حکومتونو پر وړاندې یوه لویه ننګونه وه.
اوس د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ د طالبانو له واکمن حکومته غواړي چې د ځمکو د غصب او د شخړو د حل لپاره یې بنسټیز ګامونه پورته کړي.
د دغه بنست مشر سید اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل، دا کار د عدلي او قضايي ارګانونو په پیاوړي کولو او په ټوله کې د قانون حاکمیت په غښتلی کولو سره شونی دی.
افضلي وويل: "تېر حکومت د پراخ فساد او د مافیایي کړیو د ځواک له امله د دغې ستونزې په مخنیوی کې پاتې راغلی وو. Читать дальше...
د کینیا په شمالي سیمو کې د وچکالۍ له کبله نېږې ۲۲ لکه خلک د قحطۍ له صورتحال سره مخامخ دي. هلته د څښلو پاکې اوبه نشته، ځنګلونه، ونې بوټي وچ شوي دي او اوس د خلکو د روزګار یوازینۍ وسیله څاروي دي. خو د کینیا د نېږدې ۲۳ سیمو اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له کبله یې څاروي هم مړه کېږي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.
په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې افغان ماشومې له وژل کېدو وروسته د اروپا د بشري حقونو محکمې حکم ورکړ چې کروېشیا باید د هغې کورنۍ ته تاوان ورکړي.
د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوومبر کې شپږکلنه افغان ماشومه مدینه حسیني وروسته له دې چې د کروېشیا پولیسو د هغې کورنۍ ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ د شپې په تیاره کې رېل ګاډي ووهله.
د اروپا محکمې اوس پرېکړه کړې چې د مدینې د بشري حقونو سرغړونه شوې او د کروېشیا حکومت باید د هغې کورنۍ ته ۴۰ زره یورو غرامت ورکړي.
په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیان وايي، په جده کې د سعودي عربستان د تېلو د ملي شرکت په ګډون یې په دغه هېواد کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو پرون شنبې وویل چې دا بریدونه یې د ۱۴ بې پېلوټه الوتکو په وسیله کړي دي.
سعودي عربستان د دغو بریدونو د تائید په ترڅ کې ویلي چې د هوايي دفاع رادارونو یې په جنوب کې ۳ بې پېلوټه الوتکې او ۷ نورې د یمن په خاوره کې ویشتي دي.
د سعودي عربستان د تېلو ملي شرکت ارامکو هم تائید کړې چې دغو حملو ته به ډېر ژر ځواب وویل شي.
سمیع الله چې د غزني په ښار تابوتونه جوړوي وايي، په دې ورځو کې یې کار روزګار نه کیږي.
دی زیاتوي که له یوه خوا خپل کاروبار ته اندېښمن دی خو له بلې خوا بیا خوشحال دی ځکه په وینا یې دې ښار کې وژنې بندې شوي دي.
دی وايي، دلته د ټولو هغه کسانو کاروبار په ټپه ولاړ دی چې تابوتونه جوړوي.
نور حال د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
څه باندې ۲ لکه افغان ښوونکو له روان بشري بحرانه د وتلو لپاره کورنیو او بهرنیو مراجعو ته په یوه لیک کې د مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
ښوونکو په دغه لیک کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غوښتي چې په اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې دوی ته معاش ورکړي.
په لیک کې ویل شوي چې چارواکي باید د تعلیمي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره نېک او جدي ګامونه واخلي.
یو شمېر ښوونکي وايي چې د کورونو کرایې یې نه دي ورکړي او اکثره د پیسو نه لرلو له کبله د کرايي موټرو پر ځای ښوونځیو ته پلې ځي.
په همدې حال کې پرون د طالبانو... Читать дальше...
له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو سره په زرګونو افغانانو کډوالیو ته مخه کړې ده.
خو طالبان بیا له خلکو غواړي چې د دوی له لوري ورته ستونزې نشته او په خپل هېواد کې پاتې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، هېواد یې د اوکراین پر پوله کې د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.
ده د روانې میاشتې په اتمه نېټه هم خبرداری ورکړی و چې روسیه ممکن د ۲۰۱۴میلادي کال په شان بیا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وکړي او بیا هم په دروغو ادعا وکړي چې اوکراین ملامت دی.
ښاغلي بلېنکن چې څو افریقايي هېوادونو ته په سفر وتلی دی، په سینګال کې د خبرو په ترڅ کې د مسکو اقدامات غیر عادي وبلل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دې اندېښنه کې د امریکا اروپايي متحدان له واشنګټن سره شریک دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net