پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي چې ریاست د سختدريځۍ پرضد د مبارزې لپاره مکمل تیار نه دی او د دې لوی ثبوت له تحریک لبیک پاکستان ډلې سره په معامله کې د ریاست پر شا کېده دي.
د نومبر په ۱۸مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد جوړې شوې یوې مشاورتي غونډې ته په خپله وينا کې چودري زیاته کړه. نه ریاست او نه حکومت د سختدريځۍ پرضد جګړې لپاره هغه هومره تیار دی، څومره چې ورته ضرورت دی.
هغه وویل: ((په دې نېږدو کې موږ وکتل چې څرنګه ریاست پر شا شو، دا هر څه د هغه ټایم بم د چاوديدو نشاندهي... Читать дальше...
د پولنډ پولیس وايي د بلاروس لهخوا د ځینو کمپونو له خالي کولو وروسته یو وار بیا لږ شمېر پناه غوښتونکو له پولې پولنډ ته د اوښتو هڅه وکړه.
د بلاروس د قلمرو په دغو کمپونو کې پناه غوښتونکي په سړه هوا کې شپې سبا کوي چې په سلګونو یې بېرته خپل هېواد، عراق ته ستانه شوي دي.
له دغو تحولاتو ښکاري چې د اروپايي ټولنې په ختیځه پوله کې د پناه غوښتونکو د څو اوونیو بحران په کمېدو دی، خو لانجه لا هم ختمه نهده.
اروپايي ټولنې د بلاروس هغه پېشنهاد رد کړ چې له مخې یې له دې ټولنې د ۲،۰۰۰ پناه غوښتونکو د منلو غوښتنه شوې وه. Читать дальше...
ارمنستان وايي شپږ سرتېري یې د دې اوونۍ په لومړیو کې له اذربایجان سره پر پوله په تازه نښتو کې وژل شوي دي.
دا وروسته له هغې چې تېر کال د بېلتونپالې سیمې نګورنو قرهباغ پر سر دواړو هېوادونو د ۴۴ ورځو لپاره جګړه کړې وه، تر ټولو سختې نښتې بلل شوې دي.
اذربایجان بیا د تېرې سې شنبې په شخړو کې د خپلو اوو سرتېرو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دواړو لورو د دې شخړې د پیل ملامتي پر یوه او بل اچولې ده.
د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، له ۲۴ نورو سرتېرو سرهیې ارتباط پرې شوی او د اذربایجان ځواکونه د دوی ۱۳ سرتېري اسیران کړي دي.
د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، دغه ولایت کې په یوه جمعه بازار کې درمل د سړک پر سر پلورل کېږي.
دوی وايي، دغه درمل زیات وخت د جمعه بازار په مېلو کې د نورو توکو په څېر د غیر مسلکي کسانو لهخوا پلورل کېږي.
دوی وايي، د یادو درملو زیاته برخهيې تاریخ تېر وي او ځیني نور بیا لمرونو د خپل اصلي حالات څخه اړولي وي.
دغه بازار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هغه سیمه کې چې پاخه جوړ دکانونه نهشته، خلک د جمعې په ورځ ټاټونه او خېمې د لرګیو په مرسته دروي او د هلمند د مرکز لښکرګاه او د نادعلي ولسوالۍ... Читать дальше...
پاکستان بنګلا دېش ته په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې په څلورو ویکټونو ماتې ورکړې ده.
دا سیالي چې نن د بنګله دېش په شېربنګلا سټېډیېم کې و شوه ، بنګلا دېش ۱۲۷ منډې وکړې او پاکستان دغه هدف د ۶ ویکټونو په سوځېدو پوره کړو.
په داسې حال کې چې نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي سکټور سره مرستې درولې دي، پلازمېنه کابل کې په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.
مسؤلین وايي چې په ولایتونو او بانډو کې د صحتمندۍ د پروژې له لارې چې نړیوال بانکيې مالي برخه مخته وړله له دوه زره ډېر روغتونونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
یو له هغو روغتونونو چې په وروستیو میاشتو کې د ناروغانو ګڼه پهکې د پخوا په پرتله څو چنده زیاته شوې، کابل کې اندراګاندي روغتون دی. یاد وضعیت د دغه روغتون ډاکتران او کارکوونکي یې وارخطا کړي دي. Читать дальше...
د بلخ ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د عصبي ناروغیو یو متخصص د انسان تښتوونکو لهخوا وژل شوی دی.
د بلخ ولایت د روغتیا ریاست سرپرست، مولوي صدام نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د ډاکتر نادر عالمي مړی نن د مزار شریف په لومړۍ حوزه کې موندل شوی.
ښاغلی صدام زیاتوي: "ډاکتر صاحب شهید نادر عالمي د شمال یو با قدر او عزتمن شخص و چې دوه میاشتې مخکې اختطافچیانو تښتولی و او داسې ښکاري چې تېره شپه د سختې شکنجې په نتیجه کې مړ شوی دی. موږ یې جنازه وکړه."
ډاکتر عالمي چې په مزار شریف کې د یوه رواني... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان د ایران له چارواکو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو مدافع نرګس محمدي ژر تر ژره خوشې کړي.
د دې ادارې په خبره مېرمن محمدي، د ۸۰ دُرو د وهل کېدو له خطر سره مخامخه ده.
په لندن کې دېره د بخښنې نړیوال سازمان پرون وویل، نرګس محمدي په کرج ښار کې تېره سې شنبه په خپلسري ډول هغه وخت ونیول شوه چې هلته د یوه وژل شوي ایراني د یاد په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
دغه کس د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې په ملي سطحه د اعتراضونو پر مهال د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا وژل شوی و.
د بخښنې نړیوال... Читать дальше...
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (Human Rights Watch) وايي، د مرکزي اسیا ځیني هېوادونه د افغانستان د روان بحران په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لرلی شي.
د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشر هیو ویلیامسن (Hugh Williamson) په یوه اعلامیه کې وویل: "دغه بحران سیمې ته تازه چلنجونه پېښوي."
د ده په خبره، د دغه وضعیت د سمولو پر مهال باید بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې څه باندې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نهلري او له دې ډلې ۹ ملیونه وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.
د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په شپږ تنو ایرانیانو او یوې کمپنۍ چې په ایرانيالاصلو کسانو پورې تړاو لري بندیزونه ولګول.
دغه وزارت ویلي چې دې کسانو د دې لپاره چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رأی ورکوونکو اعتماد زیانمن کړي د امریکا په انتخاباتي سیستم کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کړې وه.
پر دې سربېره د دغو کسانو په منځ کې دوو تنو چې عمرونهیې د ۲۰ او ۳۰ ترمنځ دي، د نیویارک محکمې ته پر خپل تور اعتراف وړاندې کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت کې د شتمنیو د کنټرول ادارې ویلي، دا کسان چې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق (یونېسف ) وايي، سږ کال په افغانستان کې د ماشوم نړیواله ورځ نهنمانځي.
دغې ادارې په یوې اعلامیه کې ویلي چې سږ کال د افغان ماشومانو لپاره دغه ورځ توره ده.
د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې له یو ملیون زیات ماشومان له سختې قحطۍ سره مخ دي.
دې ادارې ویلي چې سره له ننهيې د راتلونکو ۲۴ ساعتونو لپاره د خپلو ټولو ټولنیزو پاڼو پروفایلونه تور او خپل ډیجیټلي فعالیتونه درولي او په دې سره به دا وښيي چې په افغانستان کې ماشومان له هر بل وخته په ناورین کې دي. Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره به په راتلونکي کې د تعامل دوام د دوی لخوا د شویو ژمنو په عملي کېدو تړلي وي.
دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دوه زده کوونکي سهیل بلوچ او فصیح بلوچ درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي.
د تحریک لبیک مشر سعد رضوي په داسې حال کې پرېښودل شوی چې تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان پارلېمان ګډې غونډې ته له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دی
د لیتوانیا د سرحدي ځواک ویاند ویلي چې د بېلاروس ځواکونو لخوا د تیزو لایټونو له وجې یې عسکر ته نه ښکارېده چې سپی یې کډوال چیچي. د لیتوانیا ویاند زیاته کړې چې عسکر یې د دې کار اجازه نه لري، نه یې دا کار قصداً کړی دی. دا کډوال له بېلاروس څخه لیتوانیا ته وراوښتي وو. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د جاپان حکومت له کرونا وبا د زیانمن اقتصاد د سمولو لپاره د لګښتونو ۴۹۰ میلیارده ډالریزه بودجه اعلان کړه.
دا له تېر کاله چې کرونا پهکې اوج ته ورسېده د لګښتونو د پوره کولو لپاره د جاپان درېیمه مالي بسته ده.
د جاپان صدراعظم فومیو کېشیدا د لګښتونو لپاره د بودجې د اعلان پر مهال وویل چې دا پيسې د جاپان خلکو ته د خوندیتوب او هیلې د حس د ورکولو لپاره کافي دي.
د لګښتونو لپاره په دې جلا شویو پیسو سره به د یو لړ اقداماتو لار هواره شي ځکه جاپان له هغه څه چې اټکلیې کاوه ډېر د 'کووېډ-۱۹' په وروستنۍ څپه کې زیانمن شوی او سوداګرۍ پهکې اغېزمنې شوي. Читать дальше...
د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي چې له اوو اوونیو راهیسې د نهخوړو اعتصاب کړی، په موقتي توګه بېهوښه شوی دی.
د هغه وکیل، بیکا باسیلیا وویل ساکاشویلي پرون د ده په مخ کې د زندان په روغتون کې بېهوښه شو او په ځمکه ولوېد.
د ګرجستان د زندان ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د ساکاشویلي صحي وضعه اوس د ډاډ وړ ده.
یوه ورځ مخکې، یوه طبي بورډ د ساکاشویلي روغتیایي حالت "نازک" بللی و او سپارښتنهیې کړې وه چې هغه د زندان له روغتون څخه د ملکي روغتون عاجلې څانګې ته ولېږدول شي.
خو د ګرجستان حکومت دا غوښتنه رد کړې ده. Читать дальше...
د افغانستان د موسيقۍ په ملي انستيتوت کې هغه وخت ساز، اواز او د موسيقۍ درسونه وو چې طالبانو لا کابل نهو نیولی.
خو اوس کیسه بل ډول ده. ساز، اواز بند شوي، زدهکوونکي او ښوونکي اواره شوي او هېواد ته د ژر ستنېدو هيلې نهلري.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت د کورنۍ وروستی غړی د چهارشنبې په ورځ دوحې ته ورسېد.
وجیه کابلي د دې انستیتیوت یوه له تکړه ضرب غږوونکو ده. هغه چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې ده، ازادي راډیو ته وایي چې د خپل راتلونکي تصور یې په جلاوطنۍ کې نهو کړی، خو بیا هم... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره يا (UNODC) وايي چې په افغانستان کې د نشهيي بوټو د کښت، نشهيي موادو د توليد او قاچاق له لارې لاس ته راغلي پيسې په روان ميلادي کال کې تر دوو ميلياردو ډالرو اوښتې دي.
درې مياشتې کېږي چې دغې ادارې په افغانستان کې خپل دفتر تړلی، خو دغه هېواد کې د نشهيي موادو د وضعيت په اړهیې تازه يو راپور خپور کړی دی.
د دې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۲۵ کالو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت هر کال څلور زره هکټاره ډېر شوی او يوازې په ۲۰۲۱... Читать дальше...
د طالبانو له واکمنېدو را وروسته پرون د لومړي ځل لپاره جرمني او هالند خپل لوړپوړي ډیپلوماتان کابل ته واستول څو له طالبانو سره وګوري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي له طالبانو سره به په راتلونکي کې د تعامل دوام د دوی لهخوا د شویو ژمنو په عملي کېدو تړلي وي.
دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه اعلامیه کې کړې ده.
دغه وزارت په بیان کې زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک او ټاکل شوي سفیر مارکوس پوتزل د نومبر په ۱۸مه د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل. Читать дальше...
د روسیې دفاع وزارت وايي، له افغانستانه څه باندې ۲۰۰ کسان د روسیې د پوځ لهخوا ایستل شوي چې د روسیې ترڅنګ د قرغزستان، بلاروس او اوکراین وګړي پهکې شامل دي.
د روسیې دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دې هدف درېیو پوځي الوتکو کابل ته الوتنه وکړه چې له دې خوا ۳۶ ټنه بشري مرستې پهکې بار وې.
تر دې مخکې وزارت د ایستل شويو کسانو شمېر ۳۸۰ یاد کړی و، خو وروستهیې دغه شمېر تر ۲۰۰ زیات یاد کړ.
روسیې ویلي د اګسټ میاشتې له وروستیو یې له افغانستان څخه ټولټال ۴۰۰ کسان په خوندي ډول ایستلي دي.
جرمني وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ یا (یو اېن اېچ سي ار) سرهیې د دې ادارې د کار د دوام په اړه موافقه لاسلیک کړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي (Filippo Grandi) پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې جرمني روان میلادي کال په افغانستان کې د (یو اېن اېچ سي ار) د فعالیت د تمویل لپاره خپله مرسته ۵۴ ملیونه یورو ته ورسوله.
د ګراندي په وینا په دې توګه له (UNHCR) سره د جرمني د ټولې مالي مرستې اندازه ۴۳۰ ملیونه یورو ته ورسېده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو... Читать дальше...
په ملګرو ملتونو کې د ناروې ډيپلوماتیک مأموریت د نړۍ له نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
د ناروې دغه مأموریت پرون پنجشنبه په ټویټر کې لیکلي، دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پرمختیايي پروګرام سره د ۲۳ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
د ناروې ډيپلوماتیک مأموریت، په افغانستان کې د بشري بحران ترڅنګ د قحطۍ د پراخېدو په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوې مخکښې غړې، د پاکستان لهخوا د یوې افراطي ډلې د مشر پر خوشې کېدو انتقاد وکړ.
په پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم مذهبي ډلې پرون د خپل زنداني شوي مشر سعد رضوي خوشې کېدل تأیید کړل.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت د دغې ډلې نوم، د غیر قانوني ډلو له فهرست څخه لیرې کړ.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تحریک لبیک پر فعالیت بندیز لګولی و او غیر قانوني یې اعلان کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثناء اعجاز پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دا څرګندوي چې پاکستان... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر د امریکا پر متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ناټو تړون د اوکراین په ختیځ کې د روان وضعیت په اړه د دوی د دریځ له کبله انتقاد وکړ.
ولادیمیر پوتین وویل، روسیه تماسونو او پر دې موضوع د خبرو لپاره پوره چمتووالی لري.
د اوکراین پر ختیځ له ۲۰۱۴م کال هغه بېلتون غوښتونکي کنټرول لري چې روسیهیې ملاتړ کوي.
د روسیې ولسمشر پرون په مسکو کې په خپله وینا کې وویل چې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سرهیې د جون پر ۱۶مه خبرو په تدریجي ډول د ډیالوګ او د اړیکو د سمون لپاره فُرصت ایجاد کړی و.
ولسمشر... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Еженедельный вестник катастроф
Путин в России и мире
Москва
В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Концерт
Концерт ко Дню Победы проведут в Культурном центре «Интеграция» на Лазо
Москва
Захарова: РФ проводит выборы и инаугурацию не для отчетности перед Западом
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net