د افغانستان بحران او په نیمروز کې د انساني قاچاق ګرم بازار
د افغانستان بحران او په نیمروز کې د انساني قاچاق ګرم بازار هره ورځ د نیمروز ولایت څخه دلی دلی افغانان په قاچاقي ډول دا هیواد پریږدي. په دغو پناه غوښتونکو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان بحران او په نیمروز کې د انساني قاچاق ګرم بازار هره ورځ د نیمروز ولایت څخه دلی دلی افغانان په قاچاقي ډول دا هیواد پریږدي. په دغو پناه غوښتونکو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په اسلام اباد کې اووه ورځنۍ کلتوري مېله د نومبر پر اوومه پای ته ورسېده. په مېله کې د پاکستان د بېلا بېلو برخو شیان نندارې ته وړاندې شول. په مېله کې فرهنګي موسیقي هم وغږول شوه او ورغلیو خلکو نڅاګانې هم ولیدې. د کلنۍ مېلې د جوړولو هدف خلکو ته د پاکستان د مختلفو برخو د کلتوري ژوند ورپېژندل ول. ویډیويي رپورټ.
حکومت د ګرانۍ بېلا بېل وجوهات ښيي او دريځ لري چې په نړيوال بازار کې د څيزونو بيې زياتې شوې دي چې اثر يې د دوی په وینا، پر پاکستان هم شوی دی.
د طالبانو مشر خپلو قوماندانانو ته لارښوونه کړې چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره نرم چلند وکړي. په هغه لیکلي پیغام کې چې د طالبانو امیر المومنین ملا هبت الله اخُند ته منسوب بلل شوی او د افغانستان راډیو ټلوېزیون هم خپور کړی د طالبانو قوماندانانو ته په خطاب کې ویل شوي چې خپل وسله وال په نرمۍ سره تادیب کړي. ملا هبت الله اخُند د طالبانو قوماندانانو ته ویلي چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره له سختۍ کار وانه خلي او د دوی پرمخ دروازې بندې نه کړي. د ده په وینا د پوځ اصلاح د اقتصاد پیاوړتیا او د طالبانو... Читать дальше...
د ایران دولتي ټلوېزیون نن خبر ورکړ چې دغه هېواد خپل کلني پوځي تمرینات پیل کړل. دا تمرینات داسې مهال پیلېږي چې په ویانا کې د اټمي موافقې د برحاله کېدو لپاره د خبرو بل پړاو پلان شوی دی. راپورونه وايي، د هُرمز ستراتیژيک تنګي د ختیځ په یو میلیون کیلومترمربع ساحه کې دغه تمرینات کېږي چې د سمندري او هوايي ځواکونو قطعې دغه راز پلي ځواکونه په کې برخه لري. د عمان خلیج او د هند سمندرګي ته د ټولو تېلو ۲۰ فیصده بارونه د همدې تنګي له لارې تېرېږي. دا لا معلومه نه ده چې دغه پوځي تمرینات به څومره وخت دوام کوي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون له اندونیزیا سره د لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه. دغه فدراسیون نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې وویل چې ۲۳ افغان لوبغاړي ترکیې ته د اندونیزیا پر وړاندې د لوبې لپاره سفر کوي. د خبرپاڼه په حواله دغه لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه نېټه د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، لوبډله به له ټاکلي نېټې څو ورځې مخکې د یو تمریناتي کمپ په موخه کوربه هېواد ترکیې ته لاړه شي.
د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی او پخوانی وېکټ ساتونکي مارک باوچر ویلي، د شل اووریزو نړیوال جام له نیمه پایلوبې بهر کېدل د یوې ترخې ګولۍ خوړلو په څېر دي. هغه تېره شپه ناوخته له لوبې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال دا خبره وکړه چې په ګروپي لوبه کې سویلي افریقا انګلستان ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په ۱۰ منډو ماتې ورکړه. خو دا لوبډله د خپلو څلورو ګروپي سیالیو له ګټلو سره- سره د رن رېټ له مخې له ټورنمنټه بهر شوه او اسټرالیا د ښه اوسط په درلودلو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د جرمني د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، غواړي له طالبانو سره د تعامل لپاره خبرې پیل کړي. راپورونه وايي، تمه ده په همدې هدف راتلونکو اوونیو کې کابل ته د جرمني سفیر مارکوس پوتزل سفر وکړي. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د دې اعلان په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په نږدې راتلونکي کې به افغانستان په رسمیت وپېژندل شي. په کار هم همدا ده، ځکه افغانستان ټول شرایط پوره کړي دي. ډېرو جهتونو د افغانستان حکومتونو ته ډاډ ورکړی چې دوی به ډېر ژر په افغانستان سیاسي او ډیپلوماتیک... Читать дальше...
د کابل ښار له ازادۍ او خېرخانې پارک څخه ټول بې ځايه شوي کډوال د يو شمېر نړيوالو او خېريه بنسټونو په مالي مرسته خپلو ولايتونو ته واستول شوې. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چار وزارت د رسنیو برخې همغږي کوونکي لمر ساپي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، شااوخوا ۱۲ سوه کورنۍ یوازې نن خپل ولایتونو ته واستول شوې. د هغه په خبره، دغه کورنۍ له تخار، کندز، بدخشان، لغمان، دایکنډي، مزارشریف او پنجشیر ولایتونو څخه کابل ته راکډه شوې وې. د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه بهیر په چټکۍ سره روان... Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ایران پلوه ډلو ملاتړو پرون د تېرې میاشتو د ټاکنو په مخالفت کې تازه مظاهرې وکړې. تر دې یوه ورځ مخکې د عراق له پولیسو سره په اخ و ډوب کې یو مظاهره کوونکی وژل شوی او په لسګونو نور ټپیان شوي وو. په سلګونو کسان د بغداد زرغونې ساحې د یوې مخې ته راغونډ شول. دوی چې امنیتي ځواکونه یې تر څنګ ولاړ وو، د درغلۍ پر ضد شعارونه ورکول. په زرغونه ساحه کې دولتي ودانۍ او سفارتونه پراته دي. دوی د عراق د صدراعظم مصطفی الکاظمي انځور ته اور هم واچاوه او د جنایتکار خطاب یې ورته وکړ. Читать дальше...
د غزني د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکو په شخصي لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړ کړی دی. دوی دا روغتون پرون د شنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) پرانیست. د سیمې خلک وايي که څه هم چې دلته د خلکو اقتصاد زیات خراب دي، خو بیا یې هم د خپلو خلکو د روغتیايي وضعیت د بهترۍ لپاره له پوره اخلاص څخه کار اخیستی. د دغه ځای یوه قومي مشر حسین علي شجاعي وویل:"دغه سیمه کې هېڅ روغتیايي مرکز نه وو چې له امله یې د سیمې خلک له زیاتو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان وو." دده په وینا دا کلنیک یوولس خونې، هره خونه مجهز تشناب، برق، اوبه او ډیری نورې اسانتیاوې لري. Читать дальше...
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ملي سطحه به تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین سبا دوشنبه پیل شي. دغه سازمان نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) په یوه ټویټ کې له خلکو غوښتنه کړې چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره دوی ته دغه واکسین ولګوي. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټېنګولو وروسته، د پولیو ضد واکسین کمپاین ټکنی شوی و. تر دې مخکې ویل شوي وو چې په دې تازه کمپاین کې به نږدې لسو میلیونو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د قزاقستان په یوه کان کې د چاودنې په نتیجه کې شپږ کسان مړه او دوه نور سخت ټپیان شوي دي. د دغه هېواد د اضطراري پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) وویل، پېښه په قراغندي سیمه کې د ابای په نوم د ډبرو د سکرو په یوه کان کې شوې ده. د چاودنې پر مهال په کان کې ۶۴ کان کیندونکي حاضر وو او ۵۴ تنه یې توانېدلي دباندې ووځي. آرکیلور-میټال شرکت چې د دغه کان د استخراج مسوولیت پرغاړه لري، ویلي چاودنه د ګازو او ډبرو د سکرو له کبله شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي ادعا کوي چې د داعش ډلې ۲۵ غړي دوی ته تسلیم شوي دي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر د نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) د اعلامیې له مخې د ننګرهار د استخباراتو رئیس ډاکټر بشیر ویلي چې دغه کسان پرون په کوټ او سپین غر ولسوالیو کې تسلیم شول. د ننګرهار ولایتي چارواکو پرون هم د داعش ډلې د ۵۵ کسانو د تسلیمۍ خبر ورکړی و چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب په کوټ، سپین غر او اچین ولسوالیو کې تسلیم شوي دي.
د افغان ـ جاپان روغتون ډاکټرانو ته له تېرو ۴ میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی. دوی وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ژوند یې بحران ته نږدې شوی. د دې روغتون روغتیا پالانو او کار کوونکو ازادي راډیو ته یو لیک رالېږلی او په کې یې د خپل معاش سربېره، په روغتون کې د روغتیايي توکو د کمي یادونه هم کړې. لیک کې زیاته شوې، نه یوازې دوی ته په تېرو ۴ میاشتو کې معاش نه دی ورکړل شوی، بلکې افغان ـ جاپان روغتون چې د افغانستان په کچه د کووېډ-۱۹ ناروغانو د بستر لپاره تر ټولو مجهز روغتیايي مرکز شمېرل کېده، اوس د روغتیايي تجهیزاتو له کمي سره مخ دی. Читать дальше...
د مشال راډیو له خوا ترلاسه شوي د نومبر شپږمې په دې لیک کې ویل شوي چې پر تحریک لبیک د لګېدلي بندیز لرې کولو وروستۍ پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.
په خوست کې د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا ۴ کسان د اجرتي قتلونو په تور نیول شوي دي. د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، دې کسانو به په پیسو قتلونه کول او په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې يې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) د خوست د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرضد مدیریت مدیر مولوي محمد صابر صابري ازادي راډیو ته وویل، یادو کسانو د یو کس د وژلو پلان جوړ کړی و چې له پېښې مخکې د امنیتي منسوبینو له خوا ونیول شول. مولوي صابري زیاته کړه: "د خوست د امنیه قوماندانۍ له طرفه څلور... Читать дальше...
جرمني غواړي په افغانستان کې خپلو سټراټیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره طالبانو سره خپلې اړیکې بیا جوړې او دغه هېواد ته خپل سفیر ولېږي. "ولت ام زونتاگ" ورځپاڼې د یو شمېر جرمني چارواکو له قوله لیکلي، د جرمني حکومت له طالبانو سره د خپلو اړیکو او له دوی سره د چلند په اړه د نوې تګلارې په جوړېدو بوخت دی. کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت له پرانیستل کېدو مخکې، جرمني لومړنی اروپايي هېواد دی چې تر څو اوونیو اونیو پورې به خپل استازی افغانستان ته ولېږي. اوونۍ وړاندې اروپايي ټولنې وویل، تر راتلونکې یوې میاشتې... Читать дальше...
په کندهار ولایت کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب دا اندېښنې پیدا کړې،که افغان ښوونکو ته د دوی معاشونه ور نه کړل شي، دا وېره شته چې پرانیستې ښوونځي هم وتړل شي. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښوونکي وايي، له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د غزني ولایت یو ښوونکی ننګیالی پویا وايي: "زموږ یوازینۍ هیله دا وه چې موږ معاشونه واخلو، څو د خپلې کورنۍ لپاره اړین مواد وپېرو، خو له بده مرغه تراوسه زموږ معاشونه نه دي راکړل شوي او حیران پاتې یو... Читать дальше...
عظیم ملک ۱۳ کاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې فېزیوتېراپېسټ په توګه دنده ترسره کړی. دی وايي، د افغان لوبډلې له لومړیو کلونو راهیسې یې ورسره کار کړی وو. د پېښور اوسېدونکی ملک وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې یې له افغان لوبډلې سره کار پای ته ورسېد. د ده په خبره، د افغانستان د کرکټ لوبډلې پر ګڼو ستونزو سربېره په نړیوال کرکټ کې ځان ته نوم ګټلی او اوسمهال هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتیا لري. ویډیويي مرکه.
د یاد تحریک سیکټري جنرل شاهد خاقان عباسي په یو بیان کې د دې راتلونکو حکومت ضد احتجاجي جلسو تفصیل وړاندې کړی دی.
یوه ځايي سرچینه وايي ، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې چاودنو ۳ تنه ملکي وګړي ووژل. دا سرچینه چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۹بجې د جلال اباد ښار د دوهمې ناحیې اړوند فارم هډې پل ته څېرمه دوه غبرګې چاودنې وشوې چې په کې ۳ تنه لارویان ملکیان ووژل شول. د سرچینې د معلوماتو له مخې، پېښه د سړک ترغاړې د ځای پرځای شوېو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې دې. معلومه نه ده چې د چاودنو هدف څوک و؟ ځایي مسؤلانو په رسمي بڼه په دې اړه... Читать дальше...
په کابل ښار کې د نفتي مواد بيې د تيرې اوونۍ پرتله شااوخوا ۵ سلنه کمې شوي دي. په کابل ښار کې ټیکسي چلوونکي وايي، د پترول بيه ۷۶ افغانۍ ده، خو د ډیزلو بيه له ۷۶ افغانۍ څخه ۷۰ افغانيو ته راښکته شوې. په ورته وخت کې ځيني ګاز پلورونکي وايي، تېره اوونۍ د يو کیلوګازو بيه ۹۰ افغانۍ وه خو اوس دغه بيه ۸۵ ته راښکته شوې. دوی چې له ازادي راډيو سره یې خبرې کولې وويل، د ژمي په را رسېدو سره بايد د ژوند د نورو اړينو توکو بيې هم راټيتې شي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې په سونګ، نفتي او لومړنیو خوراکي توکو د... Читать дальше...
چين افغان سوداګرو ته د سوداګريزو ويزو د ورکړې په برخه اسانتياوې رامنځته کوي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټويټرپاڼه ليکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزير په کابل کې د چين له سفير سره په دې او يو شمېر نورو مسايلو خبرې کړې دي. ښاغلي بلخي ليکلي چې چین ته د ځڼغوزو د صادراتو په برخه کې به په راتلونکي کې نورې اسانتياو هم رامنځته شي. د نوموړي د معلوماتو له مخې چين د افغانستان د محصولاتو لپاره يو ښه نړېوال بازار دی. دا لېدنه داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍله افغانستانه... Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه د بغداد ښار په ګرین زون کې چې کلک امنیت لري، نن سهار راکټي حمله وشوه. دا برید چې ددې هېواد د صدراعظم مصطفی الکاظمي پر کور شوې وه نوموړی ترې ژوندی وتلی دی. دا خبره د صدراعظم مصطفی الکاظمي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده. په دې برید کې د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي نن د ده پر کور له راکټي حملې ژوندی وتلی دی. د عراق په ګرین زون کې حکومتي ودانۍ او سفارتونه دي. د حکومت په اعلامیه کې په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي او تر اوسه د دې حملې مسولیت هېڅ چا نه دی منلی. الکاظمي په یوه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.