Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 10.11.2021

د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکي: د ۴ میاشتو معاشونه مو نه دي اخیستي

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتيا وزارت ځینو سرچينو ازادي راډيو ته وويل چې له دوو څخه نيولی بیا تر پنځو مياشتو پورې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ډېری کارکوونکو ته مياشتني معاشونه نه دي ورکول شوي او له دې امله له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو عمومي مسوول ډاکټر خوشيوال ازادي راډيو سره په مرکه کې ومنله چې د دې ولايت د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو کار کوونکو له څو مياشتو راهیسې معاشونه نه دي اخيستي او دوی پر مالي ستونزو سربېره د نورو امکاناتو له نشتوالي سره هم مخ دي. Читать дальше...

عبدالودود انوري: معتاد ته د مجرم په سترګه کتل کېږي او زندان ته اچول کېږي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې پنځوس معتادین تر درملنې وروسته له روغتيايي مرکزونو څخه رخصت شول.  دا معتادین چې له فراه ښار څخه راټول شوي وو، لومړی د فراه ولايت زندان او بیا د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول چې هلته يې د ۴۵ ورځني پړاو پر ځای (۳۶) ورځې تېري کړې. د فراه د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسوول عبدالودود انوري وايي چې پخوا به معتادین په خپله خوښه راوستل کېدل او د معتادینو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې به بستري کېدل، خو اوس دوی په زور بستري کېږي. Читать дальше...

د کندز بڼوال او سوداګر: سږ د بادامو په حاصلاتو کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت یو شمېر بڼوال او د وچو میوو سوداګر وايي، سږکال په دغه ولایت کې د بې وخته ورښتونو او د نباتې افتونو له امله د بادامو په حاصلاتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی. د کندز د چهار درې ولسوالۍ له یو تن بڼوال۴۰ کلن عزیز خان ازادي راډيو ته وویل، په لس جریبه ځمکه کې د بادامو ۲۰۰ ونې لري، خو سږکال یې ترې حاصل نه دی ټول کړی. عزیز وایي: "سږکال بادام و نه شول، باغونو مرض هم وکړ او له امله یې لويې ونۍ وچې شوې. باغونه یخ ووهل بادام ونه شول، نور کلونه موږ له یوې ونې پنځه منه بادام راټولول، خو سږکال مو... Читать дальше...



د پاکستان حکومت پټې خبرې له کومو وسله والو ډلو سره روانې دي؟

Mashaalradio.com 

د نومبر پر ۱۰مه نېټه د پاکستان تحریک انصاف د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان لخوا په خپاره شوو بیانونو کې ويل شوي چې تر يوې میاشتې پورې پر اوربند او د مذاکراتي ډلو په جوړولو اتفاق شوی دی.   د افغان طالبانو په مینځګړتوب د خبرو اترو په اړه ويل شوي چې د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې به دننه کېږي   که څه هم د پاکستاني حکومت سره د ډزبندۍ او د خبرو اترو د شروع کولو په اړه بیان د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني لخوا خپور شوی خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډله د هغو يوشمیر... Читать дальше...

خوستیوال: د زڼغوځیو د صادرولو لپاره دې هوايي دهلیزونه پرانیستل شي

Mashaalradio.com 

خوستوال وايي، بهر ته د زڼغوځیو صادرولو پروړاندې ستونزو یې نرخ تر نیمايي کم کړی دی. د تیرې اوونۍ په پیل کې د هوايي دهلیز له لارې ۴۵ ټنه زڼغوځي له کابله چین ته صادر شول، خو د زڼغوځيو سوداګر وايي، اوسمهال د هوايي دهلیز له لارې د زڼغوځيو د صادرولو بهیر ټکنی شوی دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د ناروې د کډوالو شورا: د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۳ لکه افغانان ایران ته تلي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شااوخوا درې لکه افغانان ایران ته تللي دي. دې شورا نن په خپرې کړې خبرپانه کې څرګنده کړه چې دا کډوال بشري مرستو ته اړتیا لري.  په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې هره ورځ څلور-پنځه زره افغانان چې په‌کې ماشومان او ښځې هم دي له افغانستانه د ایران لور ته اوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل اوکرایني سیال سره په واشنګټن کې ګوري

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له بهرنیو چارو وزیر دمیتري کولیبا سره نن په واشنګټن کې وګوري.  دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي چې د روسیې د تېري په وړاندې د اوکراین ننګه وکړي او په ورته وخت کې د اوکراین پر چارواکو فشار راولي چې هغه اصلاحات راولي چې لوېدیځ‌یې حمایت کوي.



د نوې ډېلي نننۍ غونډه: له افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي

Pa.azadiradio.com 

د سیمه‌ییز امنیت په نوم په نوې ډېلي کې د نننۍ غونډې د پای په اعلامیه کې په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره شوه او ټینګار وشو چې له افغانانو سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي.  د کوربه هېواد هند ترڅنګ د روسیې، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکارانو په دې غونډه کې برخه واخیسته. پاکستان ته هم هند په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف تېره اوونۍ وویل چې په دې غونډه کې برخه نه‌شي اخیستلی.‎  د غونډې په... Читать дальше...

د 'لرن افغانستان' بنسټ مشره پښتنه درانۍ د ټالبرګ جایزه واخیسته

Pa.azadiradio.com 

د لرن افغانستان په نوم بنسټ اجرایي رئیسې پښتنې درانۍ د ټالبرګ بنسټ د ۲۰۲۱م کال د نوي رهبر کلنۍ جایزه واخیسته.  تالبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې پښتنې درانۍ ته د دې لپاره دا جایزه ورکړل شوه چې دې په انلاین توګه د ماشومانو د زده‌کړو د خپرېدو لپاره هڅې کړې دي.  د ټالبرګ په ټویټر کې د اغلې درانۍ وېډیویي پیغام هم خپور شوی دی چې وایي: "موږ په پنځو ډیجیټال ښوونځیو او ۹۰۰ زده‌کوونکو کار پيل کړ، په تېرو درې څلورو کلونو کې مو ډېره وده وکړه چې د نجونو شمېر اووه زرو ته ورسېد. یو زر ۸۰۰ ښوونځي مو لرل، پنځه کلیوال ښوونځي مو هم وو. Читать дальше...

لسګونه افغان پیلوټان او ځیني نور کډوال له تاجکستان څخه اماراتو ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

هغه الوتکه چې د امریکا له لوري روزل شوي افغان پیلوټان او یو شمېر نور کډوال په‌کې وو متحده عرب اماراتو ته ورسېده.  دا الوتکه تېره شپه د تاجکستان له پلازمېنې والوته. په لسګونه افغان پیلوټان له نږدې درې میاشتو راهیسې د پلازمېنې دوشنبې بهر په یوه استراحت ځای کې په توقیف کې وو. دوی وروسته له دې له افغانستانه ووتل چې طالبانو کابل ونیو.  په دوشنبه کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت وویل چې په دې الوتکه کې ۱۹۱ افغانان وو چې ۱۴۳ یې هغه پیلوټان وو چې په تېرو دوو لسیزو کې امریکا روزلي وو.  ټاکل شوې ده چې دا کډوال بیا د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدي.

طالبان وایي افغان پوځي او ملکي پیلوټان دې خپلو دندو ته بېرته ستانه شي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وایي، د افغانستان هوايي حریم د افغان پیلوټانو په خدمت کې دی او خپلو دندو ته دې راستانه شي. د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۹» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د افغانستان د حالاتو د بېرته سمولو لپاره افغان کدرونو ته شدیده اړتیا لري او افغان پوځي او ملکي پیلوټان به بېرته په خپلو دندو او مسلکي تخصصي برخو کې وګماري. مجاهد دغو پیلوټانو ته د دوی د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ. دی زیاتوي: "بیا هم زما پیغام دا دی چې... Читать дальше...

طالبان: د داعش خراسان څانګې سلګونه کسان مو نیولي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د داعش خراسان څانګې د سلګونه کسانو د نیولو خبر ورکړ.  د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل: "داعش دلته تر کنټرول لاندې دی، یو ستر ګواښ نه‌دی. په دې نږدې درې میاشتو کې د دوی ۶۰۰ تنه نیول شوي دي." مجاهد زیاته کړه چې د امریکا له متحده ایالاتو سره طالبانو ژمنه کړې ده چې نه په افغانستان کې ترهګرې ډلې پرېږدي او نه به چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې بهر برید وکړي. وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو داعش خراسان څانګې د افغانستان په مختلفو... Читать дальше...

صالح: اسلام‌اباد کې د افغان سفارت لسګونه مراجعین د پاکستان استخباراتو نیولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ګوښه شوي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې ده چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په لسګونو مراجعین د طالبانو له دستور سره سم د پاکستان استخباراتو نیولې دي. ښاغلي صالح نن په خپل فېس‌بوک کې پرته له دې چې په دې برخه کې شواهد وړاندې کړي دا تور پورې کړی دی. د صالح په باور په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او په پاکستان کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاکستان د ای‌اېس‌ای په څانګو بدلې شوې دي.  موږ هڅه وکړه چې په دې برخه کې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر واخلو، خو تر دې دمه هغه ځواب نه‌دی راکړی. Читать дальше...

له پوتین د مېرکل غوښتنه: بلاروس پرې نه‌ږدئ چې کډوال غیر انساني وسیله وګرځوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته زنګ وواهه او له هغه‌یې وغوښتل چې بلاروس پرې نه‌ږدي چې له کډوالو د یوې غیر انساني وسیلې په توګه استفاده وکړي. اغلې مېرکل په داسې وخت کې دا غوښتنه د روسیې له ولسمشره کړې ده چې پولنډي چارواکي پر پوله د لسګونو کډوالو د نیولو خبر ورکړ. د مېرکل ویاند ستیفان سیبرت نن پر ټویتر د صدراعظمې په وینا ولیکل چې له کډوالو په دې ډول استفاده کول انساني عمل نه‌دی او د منلو نه‌دی. مېرکل له ولسمشر پوتین څخه هیله وکړه چې د بلاروس پر مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا له خپل اغېزه استفاده وکړي. Читать дальше...

له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په باب له پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي سره مرکه

Mashaalradio.com 

د نومبر په لسمه د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند وويل چې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره يې د خبرو اترو لپاره رابطې دي او دواړه خواوې د خبرو اترو پیلولو نه مخکې په ډز بندۍ سلا شوي دي. دا ړومبۍ ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو سره په حکومتي کچه د سولې خبرې اترې کيږي. د راپورونو له مخې تر دې مخکې د وسله والو بېلا بېلو ډلو سره خبرې اترې شوي، د هغې په نتیجه کې لوظنامې شوي، خو بیا دغه لوظنامې ماتې شوي او په هېواد کې د تشدد لړۍ دوام داره پاتې شوې، دغسې یوه هڅه په ۲۰۰۹ز کال کې په خيبر پښتونخوا... Читать дальше...

کوټه: د بلوچستان پوهنتون د دوو زده کوونکو د تری تمېدو خلاف پرلت

Mashaalradio.com 

د کوټي پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون د مطالعه پاکستان څانګې د دوو  زدکونکو سهېل بلوڅ او فصیح بلوڅ د لادرکه کېدو خلاف د پوهنتون زده کونکیو احتجاج روان دی. دوی د پوهنتون د لوی دروازې په لاره کې پرلت وهلی دی.    دغه زدکونکې غوښتنه لري چي حکومت دې د دوی د لادرکو ملګرو د موندلو لپاره زر تر زره اقدامات وکړي. دغه دوه زده کونکې د نومبر پر لومړۍ نېټه د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دي او لا یې هم پته نه لګېږي. د بلوچستان پوهنتون یو احتجاج کونکی محمد رمضان مشال راډیو ته وویل:  ((زموږ خبره نه اورېدل کېږي،... Читать дальше...

د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو ممکنه تړون به د تشدد لړۍ ودرولای شي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت او وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د يوه تړون له مخې پر يوه مياشتني اوربند سلا شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو مياشتو کې د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوې دي. حکومت تحريک طالبان پاکستان ترهګره ډله ګرځولې او ورباندې يې بندېز لګولی دی. په ۲۰۰۷ز کال جوړې شوې دې ډلي په ګڼ شمېر هدفي وژنو، بمي او ځانمرګو بريدونو کې په زرګونه کسان وژلي دي. خو اوس حکومت تمه لري چې له دې ډلې سره به د خبرو اترو په نتيجه کې په هېواد کې د تشدد لړۍ تم شي. ایا داسې به وشي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.

فوټبال؛ توپان-د شاهین او سیمرغ- د هندوکش پر وړاندې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د فوټبال امن جام سیالیو په لړ کې نن توپان هریرود د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز د هندوکش عقابانو پر وړاندې لوبېږي. د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا توپان هریرود میوند اتلانو ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه. د تېرې ورځې په بله لوبه کې چې د سیمرغ البرز او اباسین څپې ترمنځ ترسره شوه، سیمرغ البرز دوه د صفر پر وړاندې اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د لیګ په شکل پیل شوې او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مسولینو په وینا لس ورځې دوام کوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Джиган собирается торговать пивом





Персональные новости
Филипп Киркоров

«Попрошайка»: Киркоров унизил Успенскую в эфире шоу





اسلام اباد کې د تکواندو سیالۍ؛ المپیک کمېټه: افغان لوبغاړي ښه ځلیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د تکواندو د جي یو په نړیوالو سیالیو کې تر بریالي ګډون وروسته افغان لوبغاړي نن بېرته هيواد ته راستنیږي. د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو رئیس دادمحمد ناوک ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې ۱۹ افغان لوبغاړو برخه اخیستې وه چې د سرو زرو، سپینو زرو او ژېړو اووه مډالونه يې وګټل. نوموړي وویل، دغو سیالیو کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوې د افغانستان له لوري غلام مرتضی صالح د سرو زرو، حکمت الله زین، محمد اشرف شکران او رامش حسینې د سپینو زرو او... Читать дальше...

کرکټ؛ نن د ۲۰۲۱شل اووریزه سیالۍنیمه پایلوبه ترسره کېږي 

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۱ میلادي کال شل اووریزه نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه نن ترسره کېږي. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلانډ او انګلینډ سره مخامخ دي. دا لوبه د کابل پر وخت نن ماښام شپږ نیمې بجې پیلیږي. د دې سیالیو بله نیمه پایلوبه به سبا د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ وشي. دغه شان ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د نومبر په څوارلسمه ترسره شي.

د پېښور ارمي سکول مقدمه: سپریم کورټ وزیراعظم وربللی وو

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر لسمه نېټه (نن) په اسلام اباد کې سپریم کورټ ته حاضر شوی چې د پېښور ارمي پبلک سکول د مقدمې په اورېدنه کې یې ورغوښتی وو. دا اورېدنه د چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ کې درې کسیزه بنچ وکړه چې پکې د ارمي پبلیک سکول د وژل شویو ماشومانو ځینو میندو او پلرونو هم ګډون وکړ. په دغه وخت عدالت وزیراعظم ته وویل چې دوی دې عدالت ته د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې په پلټنو کې د شوي پرمختګ وضاحت ورکړي. عدالت وزیر اعظم عمران خان ته دا هم ویلي چې حکومت دې په څلورو اونیو کې دننه... Читать дальше...

د نوي ډیلي غونډه؛ د سیمې هېوادونو له افغانستانه په خپل ملاتړ ټینګار کړ

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرسته کوونکی هندوستان د دغه هېواد د وضعیت او دلته د راغلي بدلون په اړه اندېښمن دی. دا اندېښنه د هغو بنسټونو د له‌منځه تلو په اړه نه ده چې د هندوستان په مالي مرسته جوړ شوي، بلکې په افغانستان کې د واک په ګدۍ د طالبانو له کېناستو وروسته، په سیمه کې امنیتي تحولات دي. نوي ډیلي ته نن د روسیې او ایران په ګډون د افغانستان نږدې ګاونډیان او د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت ۷ سلاکاران ورغلي، څو د افغانستان وضعیت وڅېړي او په دې اړه سلا مشورې وکړي. د افغانستان په اړه د... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

К.ВАЛИЕВА, 23 КИТАЙЦА, WADA помогают раскрыть сеть секретных преступных отделов. Дело Скрипалей можно дополнить с пользой.


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Синоптик Позднякова: москвичей 7 мая ждет аномально холодная погода





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о героях нашего времени


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Жанна Агузарова

Жанна Агузарова начала петь в подземных переходах



Москва

Цены на бензин в России за последние 10 дней снова поднялись

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net