د افغانستان په سرښار کابل کې يو سړی اوس هم هغه زړه د لرګي کمره لري چې خلک یې فوري بولي. فوري ځکه چې زر عکسونه چاپوي. که څه هم د ډيجيټل عکاسخانو په موجوديت کې د دې کمرې پخوانی دوران نه دی پاتې خو خو په کابل کې اوس هم ځينې خلک پرې د زړو يادونو تازه کولو او ځينو ته د عجيبه ښکارېدو له امله تصویرونه اخلي
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې یو شمېر غړې وايي، نړۍ باید له افغان ښځو سره یو غږې شي او د حقونو د ټینګښت په برخه کې یې هڅې وکړي.
دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۰۸» په کابل کې "د قران په رڼا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول" په نوم خبري ناسته کې وويل، ښځې په افغانستان کې په داسې وضعیت کې دي چې تقریباً ټول حقونهیې ورنه اخیستل شوي دي.
د یادې مؤسسې مسؤلان وايي، د دغې ناستې به جوړولو سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان ښځې روان وضعیت ته یوازې پرې نهږدي.
د سولې او ازادۍ لپاره... Читать дальше...
د چارسدې ضلعې د مندڼۍ تاڼې په حدودو کې د اتوار په ورځ ناوخته قهرېدلو مظاهره چیانو د هغه ګنګوسو پر مهال د پوليسو یوه تاڼه او شپږ چوکۍ وسوځولې چې په تاڼه کې د پولیس په حراست کې ګرفتار کس په مبینه توګه قرآن شریف سوځولی دی. قهرېدلو بلوه ګرو د تاوتریخوالي پر مهال د ګرفتار کس د ورسپارلو غوښتنه کوله خو پولیس نه منله. نور د احمد الله او ځلاند يوسفزي په ويډيو کې.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د امنیتي بنسټونو د چارواکو د هغه مهال په خبره، دوی شااوخوا ۳۵۰ زره اردو او پوليس درلودل چې په څلورو کې يوه برخه يې مېرمنې وې.
د نومبر پر ۲۸ مه نېټه خپور شوي دې ارډيننس کې ويل شوي چې په بلوچستان کې که هرڅوک په ارادي توګه د پرلت، مظاهرې یا جلسې له لارې سړکونه او لارې وتړي نو دا به يو جرم وي چې سزا به يې درې مياشتې بند او ۱۰ زره روپۍ جرمانه وي.
د دې عدالتي پرېکړې خلاف بیا د ځوان ډاکټرانو اتحاديې د کوټې په لوی سرکاري روغتون (سېول هسپتال) کې کاربندیز پیل کړی دی او د ناروغانو کتنځایونه (او پي ډیز) یې بند کړي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بندي غړو د خوشي کولو لپاره د پیل کړې احتجاجي لړۍ په سلسله کې د نومبر پر ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې پراخه ولسي غونډه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې جلسه کې د ملتپالو سیاسي ګوندونو استازو، د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکو، وکیلانو او په زرګونه عام ولس ګډون کړی وو. د پاکستان حکومت او پوځ پښتون ژغورنې غورځنګ د ملک ضد راپورته شوی تحریک بولي او تور پورې کوي چې ګواکې دا خلک د ملک دښمن قوتونو پر ایجنډا روان دي. خو غورځنګ دا تور ردوي. نور په دې ويډيو... Читать дальше...
د طالبانو حکومتي پلاوي او امریکايي چارواکو ترمنځ نن په دوحه کې خبرې کېږي.
له امریکايي لوري سره له خبرو وړاندې، د طالبانو پلاوي د اروپايي ټولنې له استازو سره دوه ورځې بحثونه وکړل.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، په دې خبرو کې به د دواړو خواوو په غوښتنو او اندېښنو ژور بحثونه وشي.
له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو لومړیتوب د هغه بانکي زېرمې د خلاصېدو غوښتنه ده چې د دوی له واکمنۍ سره سم، متحده ایالاتو کنګل کړه. د دې تر خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د بحث وړ موضوعاتو د نوملړ په سر کې ځای لري. Читать дальше...
د پاکستان په سپريم کورټ کې د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډه پور وویل چې نن د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه د درې کسيزه ججانو دوهم بینچ کوله. خو د اورېدنې پر مهال یې معذرت وکړ.
ټاکل شوې ده د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا فعالولو په خاطر خبرې نن په ویانا کې بیا پیل شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي باقري پرون د نومبر په ۲۸مه نېټه د چين او روسيې د پلاويو له مشرانو او د اروپايي ټولنې له منځګړي انريکې مورا سره له لیدو وروسته له ايراني رسنيو سره خبرې وکړې.
باقري وویل، د خبرو د دغه پړاو د وخت اټکل نهشي کېدای.
په پام کې ده چې د دغو خبرو اترو چوکاټ او مهالوېش وټاکل شي.
دا خبرې به د هغو هېوادونو ترمنځ وي چې تر اوسه په دې موافقه کې پاته دي.
دا هېوادونه... Читать дальше...
د سوات په جهانزيب کالج کې د پښتو ژبې څانګې یوه مشاعره جوړه کړ چې پکې د سيمې نامتو شاعرانو برخه اخیستې وه. خبريال نياز احمد خان ویډيو راپور
اروپايي چارواکي وايي، طالبانو په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
اروپايي ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې وویل، پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د اروپايي ټولنې چارواکو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.
د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د خدماتو ادارې (EEAS) په یوه اعلامیه کې وویل، له طالبانو سره خبرې د طالبانو د موقت حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نهلري، بلکې دا خبرې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د اروپايي ټولنې د عملیاتي تعامل یوه برخه ده. Читать дальше...
د قرغزستان اپوزېسیون ګوندونو د پرونیو پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې رد کړې او د ټاکنو مرکزي کمېسیونیې په درغلیو تورن کړ.
پرون ناوخته په پلازمېنه بشکېک کې د اپوزېسیون د څلورو ګوندونو مشرانو له چارواکو د پایلو د باطلېدو او له سرهیې د ټاکنو غوښتنه وکړه.
د لومړنیو پایلو له مخې درې حکومت پلوه ګوندونه د دغو ټاکنو عمده ګټونکي ګڼل کېږي او د ۹۰ څوکیو له جملې یې ۵۴ ګټلې دي.
اتاجرت یا پلار وطن ګوند د رایو ۱۶،۶، اشینیم یا باور ګوند ۱۳،۳ او ینتیماک یا همغږۍ ګوند ۱۰،۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.
د ټاکنو... Читать дальше...
د تاجکستان په کورواکي ولایت ګورنو بدخشان کې اعتراضونه وروسته له هغې پای ته ورسېدل چې دولتي چارواکو د اعتراض کوونکو له استازو سره پرون د څو ساعتونو لپاره مذاکرې وکړې.
ځایي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، د مذاکرو پر مهال چارواکو د هغو اعتراض کوونکو پر خلاف د جنايي تحقیقاتو د نهکولو ژمنه وکړه چې د دغه کورواکي ولایت په مرکز خاروغ کې یې له تېرې پنجشنبې د دولتي ودانۍ مخې ته اعتراضونه کړي دي.
یوه فعال د نوم نهښوولو په شرط له ازادي راډیو سره دا خبرې کړي، ځکه له رسنیو سرهیې د خبرو اجازه نهدرلوده. Читать дальше...
ایراني ځواکونو په اصفهان کې سلګونه مظاهرهچیان نیولي دي.
تر پرون ناوخته په اصفهان کې ایراني ځواکونو ۲۱۴ هغه مظاهرهچیان نیولي چې د اوبو د ناورین په خاطر د اعتراض په پار وتلي وو.
د مظاهرهچیانو د ځپلو او نیولو ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوي.
په یوه کې یې د اصفهان یوه څنډه کې یوه ډله خلک د پولیسو لهخوا د ټپي شوي سپين ږیري شااوخوا ورټول دي.
ډډهیې له ساچمو ډکه ده. ده ته ورته لسګونه کسان د پولیسو لهخوا ټپيان شوي.
د ایران امنیتي ځواکونو د اصفهان په ګوټ ګوټ کې د مظاهرو د ماتولو او مخنیوي... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د نړۍ مشران باید د افغان مېرمنو د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ودانګي.
دغه سازمان پرون په دې تړاو یوه مفصله اعلامیه خپره کړې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د لهمنځه تلو ګواښ کړی.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د اګسټ له ۱۵مې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو ورځنی ژوند خورا محدود او ستونزمن شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، د ګڼو برخو ښځینه کارکوونکې... Читать дальше...
اریانا افغان هوایي شرکت وايي سعودي عربستان ته د ډسمبر له ۴مې ځانګړې الوتنې پيلوي.
دغه شرکت بېګا په دې تړاو په خپله فېسبوک پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې.
د اعلامیې له مخې د سعودي عربستان چارواکو په ریاض کې له افغان سفارت سره هوکړه کړې چې په دغو پروازونو کې هغه افغانان سعودي ته یوسي چې مخکې یې هلته د کرونا یو ډوز واکسین لګولی وي او په توکلنا اپلکېشن کې یې نومونه ثبت وي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره نږدې ټولو هېوادونو ته پروازونه وځنډېدل او تر اوسه عادي حالت ته نهدي ګرځېدلي.
په سعودي او نورو... Читать дальше...
په لوګر کې د طالبانو دوو ډلو نښته کړې چې په نتیجه کې یې ځینو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
یو شمېر سیمهییزو رسنیو او اژانسونو راپور ورکړی چې یکشنبه په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او پنځه ملکیان ټپيان دي.
راپورونه زیاتوي چې نښته په پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ د وېش په سر شوې ده.
په لوګر کې د طالبانو چارواکو رسماً په دې تړاو څه نهدي ویلي، خو د لوګر د پاسپورټ ریاست یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې نښته د دوی له ساحې دباندې په قراول کې شوې او یوازې یو طالب وژل شوی.
سرچینې د ملکیانو د ژوبلېدو په تړاو څه ونهویل. Читать дальше...
پیټر فیالا د چک جمهوریت د نوي صدراعظم په توګه تأیید شو.
د ولسمشر میلوش زیمان دفتر یکشنبه اعلان وکړ چې د ښاغلي فیالا د تأییدۍ مراسم له پراګ بهر د جمهوري ریاست په یوه ماڼۍ کې ترسره شول.
۵۷ کلن ښي اړخی سیاستوال پيټر فیالا په چک جمهوریت کې د ډیموکراتیک مدني ګوند (CDP) مشر پاتې شوی.
هغه د تېرې میاشتې ټاکنې د دوو نورو وړو ګوندونو سره د ائتلاف په جوړولو وګټلې.
ائتلاف وتوانېد چې د مخکېني صدراعظم اندري بابیش په مشرۍ واکمن ګوند په خورا لږ توپیر مات کړي او د هغه واکمني پای ته ورسوي.
د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون پرون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
نتایج ښيي چې د حکومت پلوه ګوندونه مخکې دي.
د ۶۰ سلنه رایو له شمېرل کېدو سره د قرغزستان د اتا یورت یا پلار وطن ګوند ۲۷،۷۵ فیصده رایې ګټلې دي.
د ایشینم یا اعتماد ګوند د ۲۱،۳۷ سلنه رایو په اخیستو سره په دوهم ځای کې دی.
د یانتیموک یا ائتلافي ګوند ۱۹،۸۴ سلنه رایې ګټلې دي.
که څه هم کمېسیون د رایو شمېر نهدی اعلان کړی، خو د رأی ګیرۍ له پای ته رسېدو دمخه د رایو ورکولو په شرایطو له برابرو کسانو ۳۰ فیصده خلکو رایې ورکړې وې.
... Читать дальше...
د تایوان هوایي ځواک پرون وروسته له هغه خپلې الوتکې پورته کړې چې د چین ۲۷ جنګي الوتکې د دې ټاپو د هوایي دفاع ساحې ته ننوتلې.
د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې په چینايي الوتکو کې پنځه «H-6» بم غورځونکې الوتکې، ۱۸ جنګي الوتکې او یوه تېل وړونکې الوتکه شامله ده.
دغو الوتکو د تایوان په جنوبي ساحل کې پروازونه ترسره کړل.
چین د تایوان د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
د اقتصادي همکاریو د سازمان ایکو (ECO) ۱۵مه سرمشریزه کې ځینو ګډونوالو مشرانو د افغانستان پر وضعیت اندېښنه وښوده.
له دې ډلې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې دغې سرمشریزې ته په وینا کې د افغانستان په تړاو وغږېد او ویېویل چې افغانستان له سخت ناورین سره مخ دی او ټول باید د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره مرستې وکړي.
اردوغان په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په رامنځته کولو ټينګار وکړ.
اردوغان وویل: "په افغانستان کې په سمدستي توګه د تلپاتې سولې او ثبات رامنځته... Читать дальше...
وار ان د راکس
له واشنګټن څخه خپرېدونکې وار ان دې راکس (War On The Rocks) وېبپاڼې چې د نړیوالو مسایلو په اړه تحلیلي مطالب خپروي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې څنګه طالبان د ترورېزم پر ضد د مبارزې په نوې دنده کې پاتې راغلي؟
د خپرونې اشاره د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د طالبانو روانې مبارزې ته ده. خپرونه لیکي چې په وروستیو څو میاشتو کې د اسلامي دولت ډلې د بېرحمانه ځپلو لپاره د طالبانو هڅې ګړندۍ شوې دي.
له دې مخکې هم داسې راپورونه وو چې په داعش ډله کې د... Читать дальше...
وال سټریټ ژورنال
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د طالبانو پر پټو فعالانو چې د هغو له واک ته رسېدو وروسته افشا شوي، لیکنه خپره کړې ده.
د ورځپاڼې پر اساس، د طالبانو دې پټو کسانو به عموماً ږیرې خرېیلې وې، جین یا کاوبای پتلونونه بهیې اغوستل او د لمر عینکې بهیې په سترګو وې. دوی کلونه د افغانستان د حکومت په وزارتونو، پوهنتونونو، سوداګري مرکزونو او مؤسسو کې کار کاوه.
خو کله چې د اګسټ په میاشت کې درست امریکايي پوځیان ووتل، دا پټ فعالان په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې راښکاره شول، خپل ګاونډیان او همکارانیې حیران کړل. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Андрей Рублев поднялся на шестое место в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жителей Москвы предупредили об аномально холодной погоде
Путин в России и мире
Москва
В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Шевчук
«Эта концепция вывозит»: критикующий Россию Шевчук призвал своих зрителей к революции
Москва
«Обильные осадки и ветер»: Вильфанд рассказал, когда в Москве ожидается пик холода
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net