د هند په څېر په پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم هندوان د دیوالي په نوم اختر لمانځي چې مراسم یې د نومبر پر څلورمې پیل شوي او تر ۱۱مې به روان وي. دیوالي د سنسکرت ژبې ټکی دی چې د رڼاګانو د لړۍ معنا لري. خو په دې ورځو کې هندوان څه کوي او په دیوالۍ کې ډیوې ولې بلوي؟ په کراچۍ کې د ترسره شوو ځينو مراسمو په اړه د نیاز علي په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د کندهار مشهوره انار اوس د سپین بولدک او چمن ترمينځ د لارې د بندېدو پر وخت نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي. باغوانان او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان په جنوبي ولایت ارزګان کې د (inl) په نوم د یوې غیري دولتي مؤسسي لهخوا په لومړي ځل د معتادینو لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د دې روغتون مشر ډاکتر قدرتالله محمدي وايي چې دوی په وړیا ډول د معتادینو درملنه کوي.
ډاکتر محمدي زیاتوي: "په دې روغتون کې به یو معتاد ۴۵ ورځې بستري کېږي، له هغه وروسته به يو کال هغه په خپل کور کې زموږ لهخوا تر څارنې لاندې وي. تر اوسه زموږ روغتون ۲۰ بستريز دی، که مو د درملنې پروسه بریالۍ شوه او د خلکو غوښتنې زياتې وي، په هغه صورت کې به دا روغتون ۰ ۷ بستريز کړو... Читать дальше...
په روسیه کې په کرونا ویروس د مړو شمېر پرون ۱،۱۹۲ ته ورسېد.
په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې خورا زیاتې شوي او له تېرو څو ورځو یې د دغه هېواد ۱۰ ساحو کې وضعیت ډېر ناوړه بلل شوی دی.
د کرونا ویروس په وړاندې د حکومت لهخوا ګمارل شوې ډلې نن راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۴۰ زره ۷۳۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.
که څه هم په روسیه کې په ملي سطحه کارځایونه تړل شوي، خو دا درېیمه ورځ ده چې په دغه هېواد کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۴۰،۰۰۰ پېښې ثبتېږي. Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ (سيګار) اداره وايي چې طالبان د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو د توليد بندولو توان نهلري.
سيګار د افغانستان د وضعيت په اړه په خپل تازه راپور کې ليکلي چې د روان ميلادي کال د اګسټ مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه بيا تر اوسه پورې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د وضعيت په اړه هېڅ يوې کورنۍ او بهرنۍ ادارې کوم راپور نهدی خپور کړی.
سيګار ويلي چې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې امريکايي ادارو خپل ټول فعاليتونه بند کړي دي.
دا اداره... Читать дальше...
په افغانستان کې د ښځو د نهفعالیت او د هغوی د هدفي وژنو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، خو د دې اندېښنو سره سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د بشري مرستو په چارو کې د ښځو د ونډې زیاتولو ته خوشبین ښکاري.
دا اداره وايي چې دوی د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بشري فعالیتونو په برخه کې د ښځو په پوره ونډه اخیستو بریالي شوي او له سیمهییزو طالب چارواکو سره د هوکړې له مخې د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي.
د اوچا د راپور... Читать дальше...
په کابل کې د فوټبال «امن جام» سیالۍ نن پیل شوې، د دغو مسابقو په لومړۍ ورځ شاهین اسمايي په درېیو ګولونو سره د اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغه فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۰ ورځو لپاره ۶ لوبډلې سیالي کوي.
ښاغلی کارګر زیاتوي: "دغه مسابقې د میوند اتلانو، توفان هریرود، شاهین اسمايي، عقابان هندوکش، سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ کېږي."
په بله لوبه کې چې سبا به ترسره کېږي سیمرغ البرز او د میوند اتلان سره مخامخېږي.
دا سیالۍ ټولې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کېږي. Читать дальше...
فرانسه وايي که ایران په اټمي موضوعاتو کې همکاري ونهکړي، له خپلو شریکانو سره به د تهران په وړاندې ډیپلوماتیک اقدام وکړي.
ښکېلو خواوو ویلي چې پر دې موضوع به د روانې میاشتې په وروستیو کې د دوی خبرې دوام کوي.
فرانسې پرون وویل، له خپلو شریکانو سره پر دې سلا کوي چې د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران لهخوا د نههمکارۍ په تړاو څنګه اقدام وکړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ان کلر لژاندر خبریالانو ته وویل: "له خپلو شریکانو سره پر دې کار کوو چې ایران د خپلو تعهداتو پر ځای کول یقیني کړي."... Читать дальше...
د اسټرالیا د کرکټ چارواکو نن تأیید کړې تر څو چې په افغانستان کې وضعیت نهوي معلوم له افغان لوبډلې سره یوازنۍ پلان شوې ټسټ لوبه ځنډوي.
د دې پرېکړې لوی علت په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل او ورسره راغلي تحولات یادېږي.
اسټرالیا ویلي چې د یادې لوبې د ځنډېدو بل علت دا دی چې په افغانستان کې د نجونو پر ورزشي فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.
د اسټرالیا د کرکټ چارواکو دا هم ویلي که په افغانستان کې ښځینه کرکټرانو ته د لوبې او ورزش اجازه ورنهکړل شي، دا لوبه به همداسې وځنډوي.
د اسټرالیا د کرکټ ادارې په اعلامیه کې راغلي... Читать дальше...
د افغانستان د مېوو د صادراتو فصل او په وړاندي یې د پاکستان ستونزي.
باغ لرونکې او سوداګر وايي له دو اوونیو زیات د سپین بولدک- چمن ترمنځ د لاري تړل کېدو د دوی پر انار زیات منفي تاثیر وکړ.
نور جزیات په دې راپور کې...
های کورټ نن (نومبر ۵) د صوبې په سرکاري هسپتالونو کې د ځوانانو ډاکټرانو د هړتال او د او پي ډي د سهولت د تړلو په اړه د یوې مقدمې اورېدنه کړی ده.
کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست مخ ته هره ورځ پر لیکه زرګونه افغانان ولاړ وي.
د دغو خلکو ځینې لیکې منظمې او ځینې غیر منظمې دي.
ناروغان، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان، ټول هڅه کوي چې ژر ننوځي او د پاسپورټ اخیستلو پروسهيې پیل شي، خو ښايي دومره ژر ممکن ځکه نهوي چې ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده.
طالب وسلهوال د خلکو د منظمولو هڅه کوي، خو کله کلهيې له توانه پورته شي.
مسؤلین وايي که د پاسپورټ غوښتونکي د خپل نوبت پر بنسټ مراجعه وکړي ښايي په پروسه کې ستونزې کمې شي.
د پاسپورټ سرپرست رئیس عالم ګل حقاني... Читать дальше...
د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ له یوې نړیوالې ادارې څخه په سرټېفېکېټ ترلاسه کولو د نړۍ د ولسمشر لومړی دفتر شو چې په پاکه انرژۍ چلېږي. د ولسمشر د دفتر په ودانۍ کې شاوخوا ۲۵۰۰ شمسي بیټرۍ لګېدلې دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اب و هوا بدلون له لوی ګواښ سره له مخامخو هېوادونو یو بلل کېږي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
افغانستان کې د سږني کال د اګست میاشت په نیمايي کې د کابل د طالبانو لاس ته تر لوېدو وروسته د نړۍ ډېری هېوادونه په هغه هېواد کې نه یوازې خپل سفارتونه وتړل، ځينو هېوادونو د خپلې سفارتي عملې شمېره راکمه کړې ده او ځينو بیا خپله ټوله عمله له کابله ایستلې ده، ځینو غربي هېوادونو خپل سفارتونه د منځني ختیځ هېواد قطر ته منتقل کړي دي.
خو په کابل کې د یوڅو هېوادونو ترڅنګ پاکستان هغه هېواد وو چې نه يې سفارت وتړلو او نه يې په خپله سفارتي عمله کې کمښت راوستو، بلکې له هغه هېواده يې په زرګونو افغانانو او د نورو هېوادونو... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو د وروستي وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د ښځینه سناتورانو لومړنۍ ډلهییزه عدالت غوښتنه.
امریکایي ښځینه سناتورانو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي.
د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو شااوخوا ۲۵ ښځینه مطرحو سناتورانو د پنجشنبې په ورځ د یو ګډ لیک په لیکلو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د وروستي ناسم وضعیت لپاره دې یو پلان جوړ کړي چې له مخې یې د دغو افغان ښځو ستونزو ته رسېدنه وشي. Читать дальше...
د اعلاميه ترمخه د پېټرولو په بیو کې د اتو روپيو او درې پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۴۵ روپۍ او ۸۲ پيسې شوی دی.
اسټرالیا له افغانستان سره د نومبر په وروستیو کې یوازنۍ ټسټ لوبه وځنډوله.
د اسټرالیا د کرکټ چارواکو نن تأیید کړې تر څو چې په افغانستان کې وضعیت نهوي معلوم له افغان لوبډلې سره یوازنۍ پلان شوې ټسټ لوبه ځنډوي.
د دې پرېکړې لوی علت پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل او ورسره راغلي تحولات یادېږي.
د اسټرالیا د کرکټ ادارې په اعلامیه کې راغلي چې "په افغانستان او نړۍ کې د ښځینهوو او نارینهوو د کرکټ د ودې لپاره ژمن یو، خو په افغانستان کې روان ناڅرګند حالت ته په کتو تر هغو چې وضعیت نهوي معلوم لوبه ځنډوو". Читать дальше...
د سوډان پوځي مشرانو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته د هغو څلورو وزیرانو د خوشې کولو امر ورکړ چې تېره اوونۍ نیول شوي وو.
د سوډان پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون سره غږېدلي.
په دې تړاو په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې تمه ده د سوډان د مخابراتو، سوداګرۍ، اطلاعاتو او ځوانانو او سپورټ وزیران خوشې کېږي.
په سوډان کې د یوې پوځي کودتا له لارې ملکي رهبري بېواکه شوی او چارې د پوځیانو لهخوا سمبالېږي چې په راس کې یې دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح البرهان دی. Читать дальше...
د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو، اوپک سازمان موافقه کړې چې د ډېر تولید لپاره د واشنګټن له فشار سربېره به لږ تولید ته دوام ورکړي.
واشنګټن په دې سازمان فشار راوړی چې زیات تېل تولید کړي څو بیې یې لوړې لاړې نهشي.
د اوپک ۱۳ غړو هېوادونو او ۱۰ شریکانو یې پرون هغه پرېکړه تأیید کړه چې په جولای کې نیول شوې او له مخې یې د تېلو د تولید د تدریجي زیاتوالي په سر سلا شوې وه.
د سعودي عربستان او روسیې په مشرۍ اوپک سازمان ویلي چې په ورځ کې د څلورو لکو بېرلو تېلو تولید ته به دوام ورکوي. دلیلیې دا راوړی چې... Читать дальше...
په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو بیا زیاتوالي د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی.
له څو اوونیو د کرونا یوه بله چټک خپرېدونکې بڼه په ځينو هېوادونو کې کشف شوې چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو ورځنی شمېر زیات شوی.
دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو (Hans Kluge) پرون یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه.
ده وویل: "د اروپا د ساحې په ۵۳ هېوادونو کې د کرونا د خپرېدو اوسنی سرعت د زیاتې اندېښنې وړ دی. د «کووېډ-۱۹» پېښې یو وار بیا د ریکارډ تر کچې رسېږي. چټک خپرېدونکې دېلتا... Читать дальше...
د هسپانیې په یو ټاپو کې د اورشیندونکي غره نندارې ته په ګڼ شمېر سېلانیان ور مات شوي دي. دا غر له تېرو شپږو اونیو اور وروي چې له کبله یې په زرګونه کورنۍ کډه شوې دي. سېلانیان وايي، هم سیل کوي او هم د پیسو په خرڅولو سره له ځايي اقتصاد سره مرسته کوي. تفصیل یې د رویټرز اژانس په رپورټ کې وګوری چې بوریوال کاکړ پښتو کړی دی.
په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی او له دوی یې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونې په اړه چوپه خوله پاتې نهشي.
یوې فعالې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه لیک د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ته سپارل شوی دی.
هغې زیاته کړه: "ښځې هم بشر دي او ملګري ملتونه باید د نجونو زدهکړو ته پام وکړي، دا باید بېتفاوته نهوي. په هغه لیک کې موږ د افغانستان د ټولو دردونو که هغه سیاسي، اقتصادي او کلتوري وي یادونه... Читать дальше...
فوزیه کوفي د پټ ټېلمن (PAT TILLMAN) بنسټ لهخوا د اتلولۍ اوارډ ګټلی دی.
دغه امریکايي بنسټ په دې تړاو بېګا په خپله اعلامیه کې ویلي چې فوزیه کوفي ته د سولې او د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د هغې د فعالیتونو لپاره دا جایزه ورکړل شوې ده.
فوزیه کوفي د افغانستان د سولې د مرکچي ټيم غړې وه چې څو میاشتې یې د دولت په استازیتوب له طالبانو سره ناستې وکړې.
کوفي د طالبانو له راتګ لږ وروسته له افغانستان ووتله.
پټ ټېلمن بنسټ چې د امریکا د متقاعدو پوځیانو د درنښت لپاره غونډې نیسي، دا وار یې د پنجشنبې په... Читать дальше...
په بامیان ولایت کې د طالبانو په خپلمنځي نښته کې درې کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو رئیس مولوي مهدي او د دې ولایت لپاره د طالبانو د خاصې قطعې د قوماندان مولوي مقبل کسانو په یو بل ډزې کړي.
دا نښته د بامیانو د بازار په سرای پامیر سیمه کې پنجشنبه رامنځته شوې ده.
د دې نښتې علت نهدی معلوم.
د بامیان راډیو تأیید کړې چې په نښتو کې درې کسان ټپيان شوي او د نښتې له امله دکانونه تړل شوي وو.
په سیمه کې طالب چارواکو د دې نښتې په تړاو رسماً څه نهدي ویلي.
د اسپانیا پولیسو د داسې یوې شبکې مخه نیولې چې سلګونه پاکستانیانیې اروپا ته په قاچاقي توګه وړل.
د اروپايي ټولنې د پولیسو ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې قاچاقبرانو اکثره پاکستاني مهاجرین د بوسنیا هرزګوېنا له کمپونو څخه ایټالیا یا اسپانیا ته په لاریو کې قاچاق کول.
د دې شبکې یو مشر نیول شوی او اسپانیا ته سپارل شوی دی.
د پولیسو د اټکلونو له مخې د انسانانو د قاچاق دې ډلې په وروستیو میاشتو کې اروپا ته د شااوخوا ۴۰۰ کسانو د قاچاق له لارې لږ تر لږه دوه ملیون او درې لکه ډالر ګټلي دي.
د اروپايي ټولنې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Боевые приобретения. Настоящий праздник мужественности прошел в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Кирилл Купченко, Директор по послепродажному обслуживанию ABTOДОМ МКАД рассказал о сервисном обслуживании электромобилей Zeekr
Путин в России и мире
Москва
Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: Минск не будет рисовать никаких линий, мгновенно ответит на агрессию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Полина Гагарина
Полина Гагарина — про уход на пенсию и особые способности Сергея Лазарева
Москва
Что произошло 8 мая в истории Якутии
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net