Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 08.11.2021

چودري: د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبان پر اوربند سلا شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د اطلاعلاتو وزیر فواد چودري وايي، حکومت او د پاکستاني طالبانو تحریک پر بشپړ اوربند سلا شوي دي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چودري وویل چې له پاکستاني طالبانو سره د حکومت خبرې د پاکستان د اساسي قانون پر اساس روانې دي.  ده وویل چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د موقت حکومت په مرسته پیل شوي دي.  مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د طالبانو د کورنیو چاروسرپرست وزیر سراج الدین حقاني توانېدلی چې پاکستاني طالبان د پاکستان له حکومت سره خبرو ته کښېنوي.... Читать дальше...

په ۱۵ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد د واکسین کمپاین پرون دوشنبه په پنځلسو ولایتونو کې پیل شو.  د روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې په ټولو ولایتونو کې به دغه کمپاین پرون پیل شي، خو د دې وزارت د پولیو د کمپاین یو همغږه کوونکي، نیک ولي شاه مومن پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د واکسیناتورانو لپاره د روزنې پروګرام په پاتې ۱۹ ولایتونو کې نه و بشپړ شوی. ښاغلي مومن زیاته کړه: "نورو پاتې ولایتونو کې چې تقریباً نولس ولایتونه کېږي، ټرینینګ مکمل شوی نه و، نو نن ورځ د هغو... Читать дальше...

نړیوال بانک: تصور نه شو کولی چې افغانستان کې به فعالیت پیل کړو

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال بانک مشر ډېوېډ ملپاس David Malpass وایي، د افغانستان د اقتصاد دړې وړې کېدو ته په پام د دې تصور نه شي کولی چې په دې هېواد کې دننه به خپل فعالیت پیل کړي. د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې نوموړي پرون په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې وویل، د دوی پر وړاندې یوه ستونزه د تادیې د سیسټم نشتوالی دی چې د ده په وینا دې هېواد ته د پیسو د لېږد مخه نیسي. د راپور له مخې نړیوال بانک په اوس وخت کې په افغانستان کې له شلو زیاتې پراختیایي پروژې مخ ته وړي او له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې... Читать дальше...



کابلوف: اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د 'ترویکا' غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د کرملین استازی وايي، د افغانستان په اړه د روسیې، امریکا او پاکستان د درې اړخیزو خبرو بل پړاو به روانه اوونۍ په اسلام اباد کې ترسره شي.  د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ضمیر کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تروېکا یا درې اړخیزه غونډه به د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وشي.  د درېيو هېوادونو مخکینۍ غونډه د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په مسکو کې جوړه شوې وه.

وېسټ: واشنګټن طالبانو سره د استخباراتي خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، واشنګټن په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د حملو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی.  ټام وېسټ پرون دوشنبه (د لړم ۱۸مه نېټه) د ټیلیفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن غواړي چې طالبان د داعش پرضد بریالي شي.  د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو نوي استازي همدا راز وویل، واشنګټن له طالبانو سره د خپلو استخباراتي ادارو د خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي.  ده له طالبانو سره د امریکا د استخباراتي ادارو د بل پړاو... Читать дальше...

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس 'اېلن ماسک' د ونډو ارزښت ولوېد

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس د ونډو ارزښت ۶۰ میلیارډه ډالره ولوېده.  وروسته له دې چې اېلن ماسک په ټویټر کې له خلکو نظر وغوښت چې ایا د خپل ټیسلا شرکت د ونډو یوه برخه وپلوري او اکثره خلکو مثبته رایه ورکړه، د ټېسلا د ونډ‌و ارزښت ۶۰ میلیارډه ډالره ولوېده.  په وروستیو کې د امریکا د کانګرس ډموکرات غړیو د میلیارډرانو د مالیو یوه طرحه وړاندیز کړه او ښاغلي ماسک پر خپله ټویټرپاڼه له خلکو وغوښتل چې که دوی موافقه وکړي حاضر دی چې د ټېسلا کمپنۍ ۱۰ سلنه ونډه چې ۲۱ میلیارډه ډالره کېږي، وپلوري او په مالیه کې یې ورکړي. Читать дальше...

امریکا د کرونا ضد واکسین شوېو سیلانیانو ته خپلې پولې پرانیستې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالاتونو د دوشنبې له ورځې ټولو هغو بهرنیو سیلانیانو ته چې د کرونا په وړاندې یې بشپړ واکسین کړی وي، خپلې پولې پرانیستې.  امریکا ته د بهرنیانو د سفر محدودیت په ۲۰۲۰میلادي کال کې د کووېډ-نولس له خپرېدو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ولګول شو او د ۲۰۲۱ میلادي کال په جنورۍ کې د جوبایډن له لوري تمدید شو.  اوس د ولسمشر بایډن حکومت اعلان کړی، د ۳۳ هېوادونو هغه بهرنیان چې بشپړ واکسین شوې وي، بې له دې چې قرنطین شي، امریکا ته ورتلای شي.  د دې نوې مقررې پر اساس، د بشپړ واکسین سند... Читать дальше...

اشرف شکران د تکواندو د «جي۱» نړیوالو سیالیو کې نایب اتل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محمد اشرف شکران وکولای شول چې د تکواندو د «جي۱» په نړیوالو سیالیو کې چې په پاکستان کې وشوې، په اووم وزن کې نایب اتل شي. د تکواندو ملي فدراسیون په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي دي چې په دې سیالیو کې د ۱۵ هېوادونو ۴۲۲ تکواندو کارانو په ۳۶ لوبډلو کې ګډون کړی و چې د افغانستان د تکواندو ۱۹ لوبغاړو هم په‌کې برخه اخیستې وه. ویل کېږي چې دا سیالۍ دوه ورځې مخکې پيل شوې دي او درې ورځې نورې به هم دوام وکړي. په دې سیالیو کې محمد اشرف شکران لومړی خپل پاکستانی سیال محمد راشد ۲۵ د ۲... Читать дальше...



د بلوچستان نوې کابينه ۱۴غړو لوړه وکړه

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کي د اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د حکومت د نوې کابینې ۱۴ غړو د صوبې له ګورنره د خپلو څوکیو حلف واخیست. په کابینه کې ډېری هغه غړي نه دي اخیستل شوي چې د پخواني اعلا وزیر جام کمال په حکومت کي وزیران ول. له کوټې د ایوب ترین راپور

ایران کې یوه رسنۍ د خامنه‌یي د 'لاس د تصویر د خپرولو' په خاطر بنده شوې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د رسنیو څارونکي بورډ یوه ورځپاڼه ظاهراً په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ په اړه یوه راپور کې د لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د لاس د تصویر د خپرولو په خاطر بنده کړه. د دې بورډ مشر علاالدین ظهوریان نن ایرنا دولتي خبري اژانس ته وویل چې د کلید په نوم د ورځپاڼې جواز یې فسخ کړی دی. نوموړي ونه‌ویل چې دا پرېکړه وروستۍ ده که موقتي. ظهوریان د دې پرېکړې د علت په اړه هم څه ونه‌ویل. د ایران د ځوانو ژورنالېستانو کلب چې د ایران د دولتي خپرونو یوه برخه ده، پرون وویل چې له ورځپاڼې څخه ځکه تحقیقات شوي... Читать дальше...

د ژمي په راتګ سره د سونګ توکو د بیو له لوړوالي د خلکو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د تېر کال په پرتله د سونګ توکو په ځانګړي ډول د لرګیو او سکرو د بیې لوړوالي خلک اندېښمن کړي دي. سره له دې چې د سونګ توکو بیې د ژمي په راتک سره لوړېږي، خو یو شمېر افغانان وايي چې سږ کال د دې توکو بیې څو برابره لوړې شوې دي. دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو سره سره د سونګ توکو لوړې بیې هم دغه اندېښنې ورته دوه برابر کړې دي.  ۲۵ کلن مسعود چې په کندز ولایت کې هټۍ لري وايي، د سونګ توکي قیمته شوي او خلک د اخیستو توان نه‌لري. مسعود زیاتوي: "د سونګ توکو بیې زیاتې... Читать дальше...

پروان کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ماشوم وژغورل شو

Pa.azadiradio.com 

د پروان امنیتي چارواکي د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکوي.  د پروان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ملا اول ګل ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۲ کلن ماشوم د بلخ ولایت اوسېدونکی و. ښاغلی اول ګل زیاتوي: "اختطافونو په پروان کې پخوانی تاریخ درلوده، خو اوس همدا یوه پېښه شوې ده او په دې قضیه کې هم د اسلامي امارت مجاهدینو اقدام وکړ او ماشوم سمدستي په لاس راغی." دې طالب چارواکي وویل چې تښتول شوی ماشوم د هغه پلار ته سپارل شوی دی، خو د اختطاف د علت په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

د قزاقستان په اقتاو کې چاودنې یوه دوه پوړیزه ودانۍ ویجاړه کړه

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په بندري ښار اقتاو کې یوې لویې چاودنې یوه دوه پوړیزه ودانۍ چې یوه کافه په‌کې وه، ویجاړه کړه. په منګیستاو سیمه کې د بېړنیو چارو وزارت اړوندې ادارې نن وویل دا چاودنه تېره شپه ناوخته د کسپین سمندرګي پر غاړه په دې پراته ښار کې وشوه. د دې پېښې د تلفاتو په اړه تر اوسه جزئیات نه‌شته، خو د ژغورنې ډلې د نړېدلې ودانۍ په کنډوالو کې د احتمالي قربانیانو لټه کوي. چارواکو ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په کافې کې څوک نه‌و. د دې چاودنې غږ د دې ښار چې شااوخوا دوه لکه اوسېدونکي لري، په ټولو سیمو کې واورېدل شو.

پاکستان د تحریک لبیک پر افراطي ګوند ممنوعیت لیرې کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د تحریک لبیک پاکستان پر افراطي ګوند چې د وروستیو څو ورځو خونړي اعتراضونه‌یې تنظیم کړي وو، ممنوعیت لیرې کړ. دې ګوند د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پر لور پراخ لاریون ترسره کړ چې په نتیجه کې د پولیسو او معترضانو ترمنځ نښتې او مرګ‌ژوبلې پېښې شوې. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر تحریک لبیک د ممنوعیت د لیرې کېدو اعلان وکړ او ویې‌ویل چې دا ګوند له دې وروسته د پاکستان په اصلي سیاسي جریان کې د فعالیت اجازه لري. دا اقدام د تحریک لبیک له مشرانو سره د صدراعظم عمران خان د حکومت له څو ورځنیو پټو خبرو وروسته اعلان شو. Читать дальше...

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مرستو وېش پیل کړی

Mashaalradio.com 

د خوړو نړیوال سازمان (ورلډ فوډ پروګرام یا ډبلیو اېف پي) افغانانو ته د خوراکي مرستو وېشلو لړۍ پیل کړې ده. د ملګرو ملتونو اداره وايي، د هغه هېواد تر نيمايي زيات وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د اګست په نیمايي کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب شوی، په هغه هېواد کې د نغدو پیسو کمی دی، د خوړو او تېلو بيې لوړې شوې او په کليوالو سيمو کې وچکالي ده. د اژانس فرانس پرېس ویډيويي رپورټ.

د افغانستان ملي سرود او ملي بیرغ تاریخي مخینه، اهمیت او ورسره د طالبانو چلند

Pa.azadiradio.com 

دا وطن افغانستان دی، دا عزت د هر افغان دی کور دې سولې، کور دې تورې، هر بچی یې قهرمان دی ... د افغانستان هغه ملي سرود چې هر افغان‌یې له اورېدو سره اشنا دی. بیت بیت‌یې ورته یاد دی. دا سرود د هر هغه شخص چې د درې رنګه ملي بیرغ تر سیوري لاندې یې ژوند کړی، له هویت سره تړلی دی. ملي سرود او ملي بیرغ د یوه نظام له مهمو نښو او په نړیواله کچه د یوه هېواد د پېژندنې مهم فکټورونه دي.  افغانستان د طالبانو له لومړي ځل واکمنۍ وروسته، هغه دوره چې هر ډول موسیقي اورېدل په‌کې حرام و، ان ملي سرود هم، د پخواني... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

И только мы, плечом к плечу, врастаем в землю тут… Работники ОАО «Гомельтранснефть Дружба» и АО «Транснефть – Дружба» посвятили фронтовикам песню Булата Окуджавы





Персональные новости
Виктор Тепляков

Депутат ЗСК Виктор Тепляков провёл совещание по теме защиты дельфинов





د سوداګرۍ خونه: ډېر ژر به د هوایي دهلېزونو له لارې هم سوداګري پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په نږدې راتلونکي کې به د هوايي دهلېزونو له لارې هم سوداګري پيل شي. د دې خونې مرستیال یونس مومند نن دوشنبه (د لړم په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې روانې دي چې د هوايي دهلېزونو له لارې واردات وشي. ښاغلي مومند په دې اړه کومه کره نېټه ونه‌ښودله چې کله به د هوايي دهلېزونو له لارې واردات پيلېږي، خو ویې‌ویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د هوايي دهلېزونو له لارې هېڅ واردات نه‌دي شوي. نوموړي دغه‌شان زیاته کړه، د طالبانو له حاکمیت... Читать дальше...

د افغانستان په اړه خبرې؛ د خلیلزاد ځای‌ناستی ځینو اروپايي او اسیايي هېوادونو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی او د زلمي خلیلزاد ځای‌ناستی ټام وېسټ نن یو شمېر اسیايي او اروپايي هېوادونو ته سفر پیلوي. دا پر دې مهمه دنده له ټاکل کېدو وروسته، د ښاغلي وېسټ لومړنی سفر دی چې اول تم‌ځای به‌یې بروکسل وي. ښاغلی وېسټ وايي، د دې سفر پر مهال به د امریکا له متحدانو سره د افغانستان د پرمختګ په لارو چارو خبرې وکړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویاړي چې دا دنده په غاړه اخلي او تر خوا یې د امریکا د حیاتي ګټو پرمختګ او د افغانانو ملاتړ ته هیله‌مند دی. Читать дальше...

امریکا په بشپړ ډول واکسین شویو ورتلونکو کسانو ته خپل سرحدونه پرانیستل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو نن خپل سرحدونه د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې په بشپړ ډول پرانیستل چې بشپړ واکسین شوي او دغه هېواد ته ورځي. له دې سره د نړۍ له بېلابېلو برخو دغه هېواد ته له ۲۰ میاشتو راهیسې پر تګ لګېدلي محدودیتونه یو څه نرم شول. دغه بندیز د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا هغه وخت لګول شوي وو چې کرونا وبا په اوج کې وه او دغو محدودیتونو د اوسني ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې هم دوام درلود. د دغو محدودیتونو له کبله چې په اروپا او د امریکا په ګاونډیو هېوادونو کاناډا... Читать дальше...

کوېټ د  سیاسي ناراضیانو د عفوې لپاره یوه مسوده تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د کوېټ کابینې د سیاسي ناراضیانو د عفوې پروګرام لپاره د یوه فرمان مسوده تصویب کړه. دا موضوع له حکومت سره د روان کړکېچ د ختمېدو لپاره په پارلمان کې د سیاسي اپوزېسیون د وکیلانو له‌خوا د یوه کلیدي شرط په توګه مطرح شوې وه. د کوېټ حکومت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، کابینې لازمه مسوده تصویب کړه چې اعلیحضرت امیر ته وړاندې شي. د پارلمان له وکیلانو سره د حکومت کړکېچ د دې سبب شوی و چې د قانون جوړونې چارې له میاشتو راهیسې په ټپه ودرېږي.

شمالي مقدونیه کې د یونان سرحد ته نږدې یوې لارۍ کې ۴۲ پناه غوښتونکي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي مقدونیې پولیس وايي، لسګونو پناه غوښتونکي د یونان سرحد ته نږدې په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. پولیسو پرون یکشنبه وویل، د ګزمې یوه موټر دغه لارۍ سټار دوویران ښارګوټي ته نږدې تعقیبوله چې د شمالي مقدونیې د پلازمېنې سکوپیې د جنوب په ۱۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی. پولیس وايي، د لارۍ د تلاشۍ پر مهال ۴۲ پناه غوښتونکي چې یو یې د بنګله‌دېش او نور د سوریې وګړي دي، نیول شوي دي. د پولیسو په خبره په تېرو شپږو میاشتو کې دا په شمالي مقدونیه کې د پناه غوښتونکو لومړۍ ډله ده چې نیول کېږي.

Спорт в России и мире
Москва

В Москве в 12-й раз пройдет фитнес-фестиваль «ФитЭкспо 2024»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Соболенко уступила Свентек в финале турнира WTA-1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Лесопожарные станции в Подмосковье получили новые грузовики





Путин в России и мире
Москва

Собянин поздравил Путина со вступлением в должность президента России


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Брановицкий

Концертный Директор для Артистов из Регионов.



Москва

Житель Ютазинского района принял участие в инаугурации Президента РФ Владимира Путина

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net