Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 14.11.2021

اسټرېليا د ۲۰۲۱ کال نړيوال شل اوریز کپ وګاټه

Mashaalradio.com 

د کرکټ شل اوریز نړيوال جام په پايلوبه کې د اسټرېليا لوبډلې نيوزیلېنډ ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتله شوه. د نومبر په ۱۴مه، په دوبۍ کې شوې دې لوبه کې ټاس اسټرېليا وګاټه او نيوزیلېنډ ته یې د لومړي بېټينګ کولو وويل. نيوزیلېنډ د۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۲رنزونه جوړ کړل. د نيوزیلېنډ لوبډلمشر،کېن ویلیمسن تر ټولو ډېرې، ۸۵ منډې وکړي. د اسټرېليا لپاره تر ټولو ښه بالر جاش هېزلووډ وو چې په څلورو اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړي او درې ويکټې یې واخیستې. ۱۷۳ رنزونو ته د رسېدو لپاره، د اسټرېليا د لومړي... Читать дальше...

ایا پاکستان جمهوري تحريک د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې کامياب شوی؟

Mashaalradio.com 

عمران خان او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دا تور رد کړی. حکومت دريځ لري چې اپوزیشن ګوندونه د احتجاجونو له لارې خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ کول غواړي. انتخاباتي کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال کې انتخابات پاک او منصفانه ول.

په خوست کې د پاسپورت ورکولو چارې پيل شوې

Mashaalradio.com 

طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سټراتيژيکو اړیکو مشر مولوي عبدالحکیم حمدي د نومبر په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې خلکو ته پاسپورټونه په هماغه پخوانیو اصولو وېشل کیږي. د دې لپاره بريښنايي تذکرې او يا هم له کورنيو چارو وزارت څخه تاييد شوې کاغذي تذکره پکاریږي.



پر ټولنیزو رسنیو نوې وېډیو: د طالبانو له لوري له یوې ښځې نامشروع غوښتنه 'دروغ' دي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وايي، کومه وېډیو چې دوه ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو خپره شوه او یوې ښځې په‌کې ادعا کړې وه چې د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې د کسانو له‌خوا وهل شوې او نامشروع غوښتنه ترې شوې، دروغ ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، د دوی څېړنو وښوده چې دا وېډیو دروغ او بهر ته د وتلو لپاره د لارې جوړونې په مقصد جوړه شوې ده. د ښاغلي مجاهد اشاره هغې وېډیو ته ده چې د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او یوې ښځې په‌کې ادعا کړې وه چې د طالبانو د ۱۱مې حوزې امنیتي کسانو وهلې او رټلې ده. Читать дальше...

 یو شمېر افغان سوداګرې: د طالبانو له واکمنېدو وروسته مو ټولې سوداګریزې چارې درولي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان سوداګرې مېرمنې د خپل کار روزګار له سقوط اندېښنه ښيي. دوی چې په بېلابېلو تولیدي برخو کې یې پانګونه کړې وايي، اوس‌یې خپل کارخونې تړلې دي. فرشته موحد په کابل کې د لسګونو سوداګرو مېرمنو یوه ده چې د لوجستیک، انځورګرۍ او د "مهرنسا" په نوم د جام جوړولو په یوه شرکت‌یې پانګونه کړې وه. نږدې ۱۰ کاله ورسره یو شمېر ښځې په کار بوختې وې او دې هم په عادي ډول خپل کار روزګار ته دوام ورکاوه.  مېرمن موحد ازادي راډیو سره خبرو کې وايي، هره میاشت یې نږدې ۲۰۰ زره افغانۍ عاید درلود او د هغو جامو پلورنځیو... Читать дальше...

افغان خبریال حميد سيغاني ووژل شو

Mashaalradio.com 

په کابل کې د نومبر په ۱۳مه شوې يوې چاودنې کې يو افغان خبريال، حميد سیغاني وژل شوی. سيغاني د يو شخصي ټيليويژن، اريانا نيوز خبريال وو. د هغه مېرمنه، فوزیه وحدت هم په دغه ټيليويژن کې کار کوي. نوموړې پر خپله فېسبوک پاڼه په يو پوست کې ليکلې: "حمید مې له لاسه ورکړ". د هغې په بله ليکنه کې د سيغاني د فاتحې اعلان خپور شوی دی.   د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې چې په وینا یې ښایي د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې وي، یو ملکي کس وژل شوی او څلور ټپیان دي. مجاهد... Читать дальше...

انګلا مېرکل د کرونا ویروس د ۴ څپې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د لا خپرېدو پر وړاندې د مبارزې لپاره په ملي سطحه د هڅو غوښتنه وکړه. انګلا مېرکل، پرون په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چې راروانې اوونې به سختې وي. د جرمني صدراعظمې له خپلو وګړو د کرونا ضد واکسین لګولو غوښتنه داسې وخت وکړه چې د کرونا ویروس د تازه پېښو د زیاتوالي له کبله، ښايي د جرمني د روغتیایي څارنې سیستم چې په اروپايي ټولنه کې زیات شهرت لري، تر فشار لاندې راشي. جرمني په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په رسمي ډول د کرونا ویروس ۵۰ زره ۱۹۶ مثبتې پېښې ثبت کړې چې تر دې مخکې دومره لوړ شمېر نه‌و ثبت شوی. Читать дальше...

د پاکستان حکومت په ژمي‌کې د ګېس د کمي خبر ورکړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دیسمبر  څخه تر مارچ مياشتې پورې به په کورونو کې د پخلي لپاره يوازې درې وخته ګېس ورپريږدي. حکومت د دې پرېکړې تر شا د ګېس کم پيداوار خو د ګېس ډير استعمال ښودلی. د پاکستان د پلان وزير اسد عمر د نومبر په ۱۳مه رسنيو ته ويلي چې په روان کال کې په پاکستان کې اوه لکه نوو کورونو د ګېس استعمال شروع کړی دی او د دوی د اندازې تر مخه پينځه دیرش لکه نور به هم اضافه کيږي. د هغه په خبره له دې امله د ګېس استعمال ډير شوی. دا په داسې حال کې ده چې حکومتي‌چارواکو ويلي چې په يخنۍ کې به... Читать дальше...



بلغاریا کې د پارلمان د غړو او ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات پیل شول

Pa.azadiradio.com 

په بلغاریا کې د پارلمان د غړو او ولسمشر د ټاکلو لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن سهار پرانیستل شول. هڅه کېږي، د دغو ټاکنو له لارې داسې یو حکومت جوړ شي چې وکړای شي د کرونا وبا، د انرژۍ د بیو لوړېدو او اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي. اټکل کېږي چې یو ګوند به هم ونه‌کړای شي، په یوازې سر په دغو ټاکنو کې اکثریت خپل کړي. دا په بلغاریا کې روان کال، د خپل ډول له مخې درېیمې ټاکنې دي. ښايي دغه ټاکنې به د دغه هېواد په وېشل شوي پارلمان کې پر یوه ائتلاف خبرو ته لار پرانیزي.

د ایکوادور یو زندان کې د شخړې له امله ۶۸ بندیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

په ایکوادور کې چارواکي وايي، په یوه زندان کې د تازه شخړې له کبله لږ تر لږه ۶۸ بندیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. په دغه زندان کې روان کال د بېلابېلو سیالو بانډونو ترمنځ د شخړو له کبله په لسګونو بندیان مړه شوي دي. د ګوایاکویل ښار په زندان کې د ځینو اختلافاتو له کبله، د سیالو بانډونو ترمنځ تازه شخړه تېره جمعه وروسته له هغې پیل شوه چې د یوه بانډ مشر له زندانه تر ټاکلي وخت مخکې خوشې شو. په زندان کې دغه شخړه تر نن یکشنبې روانه وه، تر هغو چې د پولیسو قطعې زندان ته ننوتلې هلته‌یې وسلې، چاودېدونکي مواد او تېره وسایل کشف کړل. Читать дальше...

پي ډي اېم: ګرانۍ ولس نهیلی کړی دی

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د حکومت ضد احتجاجي جلسو پیل له کراچۍ وکړ. د یوشمېر اپوزیشن ګوندونو د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر ۱۳مې جلسې ته په وینا کې وویل، ولس ګرانۍ او بېکارۍ اندېښمن کړی دی. حکومت د خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي او په وروستیو کې یې پر خلکو د ګرانۍ د بار کمولو لپاره د اربونو روپیو رعایتي پروګرام هم اعلان کړ. د پي ډي اېم مشرانو په خپلو ویناګانو کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې جوړ شوی. دا هغه تور دی چې حکومت... Читать дальше...

افغانستان کې د نا امنیو او وژنو دوام؛ طالبان: د تېر پرتله امنیت سل سلنه خوندي دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت تر ټولو مهمه ژمنه د ټولیز امنیت راوستل او د خلکو خوندیتوب و، خو ښکاري چې په دې برخه کې له ننګونو سره مخ دي. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، داعش د یو لوی ګواښ په توګه ځان مطرح کړی او دا ډله توانېدلې له کوچنیو بریدونو ورهاخوا په ۵ ځایونو کې خونړۍ حملې هم  وکړي. د اګسټ په ۲۶مه د کابل پر هوايي ډګر برید چې په‌کې ۱۷۰ تنه ووژل شول او نږدې ۱۵۰ نور ټپیان شول. د اکټوبر په ۳مه د کابل د عیدګاه جومات ترمخه ځانمرګی برید چې په‌کې ۸ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. د... Читать дальше...

د سوډان امنیتي ځواکونو پلازمېنه خرطوم کې د الجزیره ټلوېزیوني شبکې مشر نیولی

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې دېره الجزیره ټلوېزیوني شبکه وايي، د سوډان امنیتي ځواکونو په پلازمېنه خرطوم کې د دوی د دفتر د مشر پر کور چاپه اچولې او نیولی یې دی. الجزیره ټلوېزیون نن د سوډان لپاره د خپل دفتر د مشر المسلمي الکباشي په باب نور جزئیات ورنه‌کړل. دا راپور داسې مهال ورکول کېږي چې د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د خلکو پر یوه لویه ډله د ډزو او اوښلن ګازو د کارونې له کبله پنځه کسان ووژل شول. په خرطوم او نورو ښارونو کې اعتراض کوونکو د پوځي کودتا په اړه خپل اعتراض څرګند کړ. د سوډان په زرګونو وګړو د صدراعظم... Читать дальше...

پر تایوان د چین د ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار په اړه د امریکا  اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو پر تایوان د چین د ډیپلوماتیک او اقتصادي فشار د دوام په اړه اندېښنه ښودلې. واشنګټن دا اندېښنه د امریکا او چین د ولسمشرانو تر مجازي جلسې مخکې څرګنده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نومبر په ۱۲مه په دې تړاو له خپل چینايي سیال وانګ یي سره خبرې کړي او پر تایوان‌یې د فشارونو د دوام اندېښنه ورته څرګنده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس دا خبره پرون په یوه خبرپاڼه کې کړې ده. د نوموړي په خبره، بلېنکن له خپل چینایي سیال سره د دواړو هېوادونو د... Читать дальше...

د کابل ښار چاودنه کې افغان خبریال حمید سيغاني وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار لوېدیځې څنډې دشت برچي کې د پرونۍ چاودنې پر مهال افغان خبریال حمید سیغاني هم وژل شوی دی. دا خبره د افغان خبریالانو مرکز پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده او ویلې یې دي چې سیغاني د اریانا خصوصي ټلوېزیون خبریال و. د سیغاني مېرمنې فوزیه وحدت چې خپله هم خبریاله ده، پر فېس‌بوک د خپل مېړه وژنه تأييد کړې ده او لیکلي یې دي، "حمید مې له لاسه ورکړ". د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې چې په وینا یې ښایي د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې وي، یو ملکي کس وژل شوی او څلور ټپیان دي. Читать дальше...

د کرکټ نړيوال شل اووریز جام؛ اسټرالیا او نیوزيلنډ نن پایلوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د کرکټ د شلو اوورونو پایلوبه یا فاینل مسابقه نن وشي. د دواړو هېوادونو لوبډلې به د افغانستان پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې، د دوبۍ د کرکټ په سټډیوم کې مخامخ شي. په نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا، پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل. د سږ کال په دغه نړیوال جام کې افغانستان پنځه مسابقې وکړې چې دوی یې وګټلې، خو درې یې وبایللې.

بریتانیا وایي غلطه محاسبه به د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د جګړې سبب شي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا لوی درستیز خبرداری ورکړ چې د څو لسیزو غلطه محاسبه به د روسیې او لوېدېځ ترمنځ د جګړې سبب شي. جنرال نیک کارټر له ټایمز راډیو سره په هغه مرکه کې چې ټاکل شوې بشپړه بڼه‌یې نن یکشنبه خپره شي، په نړیواله صحنه کې د پناه غوښتونکو، د تېلو د بیو لوړېدو، نیابتي جګړو یا هم انټرنټي حملو په څېر مسایلو د وسیلې په توګه استفادې ته اشاره وکړه. د بریتانیا لوی درستیز زیاته کړه، د سړې جګړې د مهال ابزارونه او دودیز ډیپلوماتیک مېکانیزمونه له‌منځه تللي او کړکېچونو ته لمن وهل ممکن د غلطې محاسبې سبب شي. دا... Читать дальше...

ترکیه: اروپا کې د غیر قانوني پناه غوښتونکو له بحران سره ارتباط نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

ترکیه وايي، د بلاروس، پولنډ، لتوانیا او نورو اروپايي هېوادونو ترمنځ د غیر قانوني پناه غوښتونکو له بحران سره انقره کوم ارتباط نه‌لري. په بهرني سیاست کې د ولسمشر لوی سلاکار ابراهیم کالین، پرون شنبه د هغو راپورونو په باب چې ګواکې ترکیه هم د بلاروس او اروپايي ټولنې پر پوله په کړکېچ کې فعال دخالت لري، عکس‌العمل وښود. هغه د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې وویل: "د بلاروس، پولنډ، لتوانیا او څو نورو اروپايي هېوادونو ترمنځ د غیر قانونکي پناه غوښتونکو وروستی بحران په واقعیت کې له ترکیې سره هېڅ تړاو نه‌لري. Читать дальше...

ننګرهار کې د 'ختېځ' په نوم يوه فابریکه د ورځې ۳،۵۰۰ کیلوګرامه شیدې پروسس کوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د ختیځ په نوم د لبنیاتو فابریکه توانېدلې په ورځ کې ۳،۵۰۰ کیلوګرامه شیدې پروسس کړي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، په جلال‌اباد کې دغه فابریکه شیدې په لوړ کیفیت پروسس کوي چې د شیدو د ساتلو ترڅنګ، مستې، تروې، چکه، پېروی، ملايي او پنېر تولیدوي. تر دې مخکې د خصوصي فابریکو او کارځایونو خاوندانو ویلي وو چې د وروستیو تحولاتو له کبله‌یې کار و بار اغېزمن شوی دی. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی.


Музыкальные новости
Моргенштерн

Симпл из NAVI выступил на концерте Моргенштерна* с фристайлом





Персональные новости
Владимир Путин

Путин посетил пасхальную службу в храме Христа Спасителя в Москве





په افغانستان کې د وچکالۍ پر سختېدو د ملګرو ملتونو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د وچکالۍ پر سختېدو اندېښنه وښوده. د افغانستان لپاره د دې ادارې بېړنیو چارو او مجادلې د برخې مشر فابریسیو چیزاریتي پرون پر خپل ټویټر ولیکل: "د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره، د افغان کروندګرو او مالدارانو د معیشت ژغورل یو بېړنی بشري لومړیتوب دی." د ده په وینا، د وچکالۍ له کبله دا هر څه په خطر کې دي او د دې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره، بودجه هم په تمامېدو ده. تر دې مخکې نورو نړیوالو ادارو هم د سختې وچکالۍ او د ژمي د راتګ پر مهال د احتمالي بشري بحران په اړه اندېښنه ښوولې وه.

د امریکا پوځي اډو کې افغانان: د ژمي لپاره کافي امکانات نه‌لرو 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي لسګونه زره افغان پناه غوښتونکي وايي، د ژمي لپاره کافي امکانات نه‌لري. د هفنګټن پوسټ ورځپاڼې د پروني راپور له مخې، د دغو افغان پناه غوښتونکو شمېر ۵۰ زرو ته رسېږي، که څه هم په بشپړ ډول واکسین شوي هم دي، لا هم په پوځي اډو کې پراته دي. د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې، په پوځي اډو کې د پرتو افغانانو ۴۴ فیصده‌یې ماشومان دي. په دغو پوځي اډو کې پرتو پناه غوښتونکو ورځپاڼې ته ویلي چې د ژمي له راتګ سره دوی تاوده کالي نه‌لري او په پوځي اډو کې له سړو کړېږي. Читать дальше...

د بلاروس او پولنډ د کړکېچ په اړه د امریکا او روسیې ولسمشران بحثونو ته داخل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس او پولنډ ترمنځ کړکېچ د دې سبب شوی چې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران په څرګنده په دې اړه بحثونو ته داخل شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه وضعیت «یوه لویه اندېښنه» وبلله. خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، هېواد یې د بلاروس او پولنډ له سرحدي کړکېچ سره کوم ارتباط نه‌لري. په زرګونو پناه غوښتونکي چې افغانان هم په‌کې شامل دي، په سړه هوا کې د بلاروس او پولنډ پر پوله راګېر پاتې دي او هڅه کوي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځانونه ورسوي. دغه پناه غوښتونکي هڅه کوي چې ځانونه له... Читать дальше...

یونېسف وایي په افغانستان کې د ماشومو نجونو د ودولو زياتېدو اندېښمن کړي یو

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف (UNICEF) افغانستان کې په وړوکوالي کې د نجونو د ودولو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. دغې ادارې پرون په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، داسې کره راپورونه‌یې ترلاسه کړي چې ښيي ځینې کورنۍ د ولور په بدل کې خپلې ۲۰ ورځنۍ وړې نجونې هم د چا په نوم کړې دي. دغې ادارې ویلي، د بې‌وزلۍ له کبله د وړو ماشومانو د خرڅولو پېښې هم زیاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو دغه اداره اټکل کوي چې په افغانستان کې ۲۸ فیصده نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.       ... Читать дальше...

پولټیکو: طالبان خپلو منځو کې جوړ نه دي، دې لانجو کې دي چې چاته کومه څوکۍ ورکړي

Pa.azadiradio.com 

پولټیکو خپرونه پولټیکو خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې طالبان زیانمنونکي دي. لیکوال په سر کې یادونه کړې چې لویدیځ که د جګړې په ډګر کې ونه ګټله، دم ګړۍ د هغه دښمن د ماتولو ښه موقع په لاس ورغلې چې له بې ثباتۍ او ګډوډۍ سره مخ دی. د لیکوال اشاره د افغانستان روان نامعلوم وضعیت او ورځ تر بلې زیاتیدونکي بشري او اقتصادي ناورین ته دی چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی. په مقاله کې راغلي د نغدو پيسو نشتوالي، په حکومتوالۍ باندې نه پوهاوی، په سرحدونو کې د تازه مېوې ډکې لارۍ چې د خوسا کېدو له... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

На международной выставке-форуме "Россия" в Москве завершилась тематическая неделя спорта


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Андрей Рублёв

На кураже: Рублёв пробился в финал «Мастерса» в Мадриде, Медведев снялся из-за травмы


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Вильфанд предупредил горожан об аномальном холоде и мокром снеге на неделе





Путин в России и мире
Москва

В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Волочкова

Балерина Анастасия Волочкова села на шпагат на Мальдивах



Москва

Тюкавин и Миранчук - в списке 11 лучших игроков 27-го тура РПЛ

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net