له شپږ سوو زیات عراقي کډوال چې د پولنډ او بلاروس په پولو کې بند پاتې وو بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د بلاروس او پولنډ په پولو د زرګونو پناه غوښتونکو راټولیدو د بلاروس او اورپايي ټولنې ترمنځ سیاسي کړکیچ زیات کړی. له بلې خوا د ژمي په سړیدو ددې کډوالو د ژوند شرایط د هرې ورځې په تیریدو خرابیږي. تر اوسه دغلته د لږ تر لږه ۱۱ پناه غوښتونکو د مړینې راپور ورکړل شوی.
په اګسټ میاشت کې د افغان حکومت تر سقوط او طالبانو بېرته واک ته تر رسېدو وروسته، افغانستان د میلیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو په ناڅاپه پای ته رسېدو سره له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.
له همدې کبله هندوستان، چین او روسیې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د جمعې په ورځ د انټرنیټ له لارې په غیرحضوري توګه غونډه کې خبرې وکړې.
دوی تر دې غونډه وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي... Читать дальше...
د پاکستان په تعليمي ادارو کې د زده کونکو د تنظيمونو بحالۍ لپاره د نومبر پر ۲۶مه د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وشوې. په اسلام اباد کې زده کونکو له سپر مارکيټ څخه تر پرېس کلب پورې لاريون او احتجاجي مظاهره وکړه. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عمران يونس ويډيويي رپورټ وګورئ
په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو او خبریالانو هغه ویډیوګانې خپرې کړي چې ظاهراً د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه پوځي وسایط د پاکستان لوري ته د قاچاق په حال کې ښيي.
په دغو ویډیوګانو کې چې ویل کېږي ځايي خلکو ثبت کړي، خړ ټانکونه لیدل کېږي چې په لویو بار وړونکو موټرو کې ځای پرځای شوي.
داسې ادعا هم شوې چې دغه پوځي وسایط په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اړوند دي.
د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ادعا کړې چې پاکستاني وګړي له افغانستانه خپل هېواد ته د پوځي وسایطو او تجهیزاتو په انتقال کې دخیل دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان لپاره د دایمي استازي په توګه د طالبانو نوماند محمد سهیل شاهین وایي، که ده ته په دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب اجازه وشي دا به د سیمې هېوادونو او نړیوالو لپاره د سولې او امن په ګټه وي.
ښاغلي شاهین ازادي راډیو سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ملګرو ملتونو په سازمان کې د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط پوره کړي او دغه سازمان دې دا څوکۍ ورکړي.
ښاغلي شاهین زیاته کړه: "موږ ټول هغه شرایط پوره کړي چې د یوه لپاره اړین دي چې له مخې ملګرو ملتونو کې څوکۍ تر لاسه کړي، موږ پر... Читать дальше...
حماد اظهر د نومبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې يادې اتحاديې سره مذاکراتو کې پر دې سلا شوي چې حکومت به د پټرول پمپونو مالکانو د ګټي شرح يا (ډيلر مارجن) ۹۹ پېسې د ليټر په سر زياتوي او دا به د کابينې تر منظورۍ وروسته عملي کېږي.
د مهاجرت نړيوال سازمان یا 'ای.او.اېم' وايي، په تېرو ۱۱ مياشتو کې د ټول افغانستان په کچه څه باندې ۶۶۷ زره کسان بې ځايه شوي دي.
د ياد سازمان په وينا، دغه کسان تر ډېره د جګړو له امله بې ځايه شوي او په ژمي کې لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
عبدالله چې شااوخوا څلورمیاشتې وړاندې د جګړو له امله له جوزجان څخه سرپل ته کډه شوی وايي، ژمی په نېږدې کېدو دی او د مرستو هم کوم خبر نشته او د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه اندېښمن دی: "زموږ هیله دا ده چې یو څوک زموږ پوښتنه وکړي او مرسته وکړي. زموږ لپاره د اوسېدو ځای... Читать дальше...
د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډاپور تر اورېدنه وروسته مشال راډيو ته وويل، دا لومړۍ اورېدنه وه او دوی د ځنډ په اړه خپل شکایت عدالت ته وړاندې کړی دی.
هلمند کې تر میاشتو ځنډ وروسته د بُست تصدۍ تر اوږده ځنډ وروسته خپل فعالیت پیل کړی دی.
د بُست تصدۍ لپاره د طالبانو لوري ټاکل شوي مشر حافظ ارشاد وايي، د دې فابریکې د بېرته فعالیت څخه يې هدف د پنبې کاروبار او کرکېلې ته وده ورکول دي او په وینا یې خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.
د بُست تصدۍ د ۳۰ زره ټنه مالوچو د پروسس وړتیا لري، د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۱۳۹۹ کال کې د هغه مهال د دولت له لوري فعاله شوه چې په دې وروستیو کې بیا د د طالبانو د حکومت په راتګ سره بنده شوه.
د افغانستان د ماليې وزارت... Читать дальше...
په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، سخت ژمی را روان دی او هره ورځ د بې ځایه شوېو د شمېر د زیاتېدو او زیانمنېدو خطر زیاتېږي.
دغې ادارې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، شپه او ورځ کار کوي چې په ټول افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسانو ته خپلې ژمنۍ مرستې ورسوي.
د کابل یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته د ښار د وضعیت په باب وویل: "افغانستان ته یو نسبي امن راغلی دی، خو خلک په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخامخ دي. په سلګونو روغتونونه تړل شوي. دولتي روغتونونه د دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي. Читать дальше...
د جنوبي افریقا ساینسپوهان وايي، د کرونا ویروس یوه نوې بڼه یې کشف کړې چې ډېره ساري ده.
د دوی په وینا د دې ویروس خوځښت دومره چټک دی چې ممکن له کرونا ضد واکسین څخه ځان بچ وساتي.
د روغتیا نړیوال سازمان چې د کرونا ویروس دغه نوې بڼه څاري، نن یوه اضطراري غونډه پلان کړې ده، څو دا وڅېړي چې د ویروس دا نوې کشف شوې بڼه د کرونا وبا او واکسین ته څه مفهوم لري.
د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې ۹۱ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه کسان په کابل او ولسوالیو کې یې نیول شوي چې تحقیقات ورڅخه روان دي.
پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د اقتصادي رکود، د بې وزلۍ او بې کارۍ د پراخېدو له کبله د جرمونو اندازه هم زیاته شوې ده.
بل خوا د کابل امنیه قومانداني وايي چې په اوومه حوزه کې یې دوې نجونې له انسان تښتوونکو ژغورلي دي.
دې قوماندانۍ په یوه ټویټ... Читать дальше...
د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې، د شکرانې ورځې په مناسبت افغان کډوالو ته حلال خواړه برابر کړل.
ډبلیو اې ډبلو (WAW) ټلوېزیون له راپور سره سم، د اوهایو ایالت په کلیولنډ ښار کې د درېیو رسټورانټونو په مرسته ۶۰ کورنیو ته افغاني، سومالیایي او د مځني ختیځ خواړه ورکړل شول.
په امریکا کې د پناه غوښتونکو او کډوالو کمېټې ویلي، د دې کار هدف په هغو افغانانو کې چې تازه امریکا ته رسېدلي، د (Thanks Giving) یا د شکرانې په نوم د امریکا د دودیز جشن لمانځلو ته زمینه برابرول دي. ... Читать дальше...
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بېلاروسۍ څانګې مقطعيي خبریال په پلازمېنه مېنسک کې ونیول شو. د اندري کوزنیچیک مېرمنې دا خبر تایید کړی دی.
دا تحول داسې وخت راځي چې د الکساندر لوکاشینکو د رژیم له خوا پر خپلواکو رسنیو فشارونه زیات شوي دي.
د کوزنیچیک مېرمنې الیسیا راک ازادي راډیو ته وویل، خاوند یې پرون بایسکل چلولو ته ووت چې په ملکي جامو کې څلورو کسانو له ځان سره روان کړ.
د هغې په خبره دغو څلورو کسانو خپل هویت نه دی ښوولی، خو د دغه خبریال کور یې هم تالاشی کړی دی.
په بېلاروس کې اعتراضونه... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم له ختیځ ولایت ننګرهاره لسګونه سندرغاړي او هنرمندان ګاونډي پاکستان ته کډوال شوي دي.
د ننګرهار د هنرمندانو د ټولنې مسولین وايي، په دې ولایت کې لږ تر لږه پنځه سوه هنرمندانو هنري فعالیتونه کول چې اوس مهال په ټپه ولاړ دي او دوی د بې روزګارۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د ننګرهار د هنرمندانو د ټولنې رییس ۶۰ کلن استاد کمین ګل جلال اباد کې د لویې لارې پر سر منتو پلوري، نوموړی ښایي د ورځې په اوسط ډول تر سل یو نیم سل وګټي، خو د زیاتېدونکې فقر او بې کارۍ په دې شپو ورځو کې دا هم غنیمت ګڼي. Читать дальше...
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نومبر پر ۲۵مه په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده.
د زده کوونکو اتحاديې "پروګريسيو سټوډنټ کليکټيو" یوې مشرې عروج اورنګزېب د نومبر پر ۲۵مه پر ټویټر ولیکل چې دا احتجاجونه به د ملک په زیاتره برخو کې تر سره کېږي.
په پيکنګ ښار کې په شاهي ماڼۍ کې یوه کمسارې غالۍ چې په تېرو ۳۴ کلونو کې د خلکو له سترګو پټه وه، په پاریس کې په ۶.۸۸ میلیونه یورو (۷.۷۴ میلیونه ډالره) لیلام شوه.
په شپاړسمه پېړۍ کې په مينګ شاهي کورنۍ کې پراوبدل شوې دغې غالۍ د ډریګن په نوم مارته ورته پښې او وزرې لرونکي ځناور انځورونه جوړ شوي او د غالۍ په منځ کې یوه ملغلره جوړه شوې ده.
دا غالۍ په ځانګړې توګه د امپراتور تر تخت لاندې د هوارولو لپاره اوبدل شوې وه.
په لندن کې د کرسټي په نوم لیلام خونې د غالیو ماهرې لوئیس براډهرسټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "دا په بشپړ ډول یو شاهکار دی. Читать дальше...
د بېلاروس او پولنډ په پولو کې ایسار شپږ سوه عراقیان نن بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.
دا خبره د عراق او کردستان کورواکې سیمې چارواکو تایید کړې.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف ویلي، نن به ۶۱۷ عراقیان په دوو پروازونو کې اربېل هوايي ډګر کې کوز شي.
تېره اوونۍ هم له بېلاروسه سلګونه کسان چې اکثر د کردستان وو په لومړني پرواز کې عراق ته ولېږل شول.
دوی او نورو زرګونو کسانو اروپا ته د تلو په هیله د پولند پولې ته نږدې د بېلاروس په سرحدي سیمو او ځنګلونو کې اړولي دي.
مېنسک تورن... Читать дальше...
د غزني د ښار اوسېدونکې شکېبا چې د جان ملکه په لېسه کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، هیله یې درلوده چې له زده کړو سرته رسولو وروسته استاده شي او بیا خپلو زده کوونکو ته دیني زده کړې ورکړي، خو په وینا یې له بده مرغه چې دغه هیلې یې هیلې پاتې شوې ځکه طالبانو یې پر مخ د زده کړو دروازې وتړلې.
شکېبا زیاتوي، که طالبان یو پرمختللی افغانستان غواړي نو په ټول هېواد کې دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي چې هغوی زده کړې وکړي.
ازادي راډیو له اغلې شکېبا سره مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي، اوس چې زده کړې نه شي کولی، څه احساس لري؟. Читать дальше...
ګارډین
د ګارډین ورځپاڼې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پام کړی دی.
په دې اړه د لیکنې په پیل کې راغلي چې ۲۰ کلونه افغانستان د نړیوالې ټولنې پر مالي ملاتړ تکیه و چې افغان حکومت تهیې برابر ونډه ورکوله او پر همدې مالي ملاتړ پخواني حکومت د ډاکترانو، نرسانو، ښوونکو، قاضیانو، پولیسو او د ملکي خدمتونو د نورو مأمورینو تنخواګانې ورکولې.
خو کله چې د اګسټ پر ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر پانګه کنګل کړه، مالي مرستې بندې شوې او په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر لمن پراخه شوه. Читать дальше...
د تهران پر سړکونو په سلګونو افغان ماشومان کارونه کوي. ځینې یې په کثافتدانیو کې په شیانو پسې ګرځي، چې د هغو په خرڅولو سره خپل روزګار وچلوي. ایراني چارواکي وايي په ایران کې د هغو ماشومانو شمېر تر دوه سوه زره زیات دی، چې په کثافتدانیو کې ګرځي، چې ډېر یې ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې تر ۱۵ کلنۍ د وړو ماشومانو کار منع دی. نور په دې ویډیويي راپور کې
د غزني ولایت د لېرې پرتو سیمو ډېری اوسېدونکي وايي، داسې ډاکټران یې د ناروغانو درملنه کوي چې یا خو د طب پوهنځي محصلان او یا هم هغه کسان دي چې تر دې وړاندې یې د شرکتونو درمل پلورل.
دوی وايي، د دغه نامسلکي ډاکټرانو له امله یې د سیمې یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.
د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۷ کلن عبدالله چې د غزني ملکي روغتون ته یې خپل ناروغ د درملنې په موخه راوستی وايي، ټوله سیمه کې یې وړ ډاکټر نشته چې خپل ناروغان ور وړي.
د ده په باور په سیمه کې یې داسې ډاکټران د ناروغانو درملنه کوي چې... Читать дальше...
په کندهار ښار کې د دوو وسله والو حمله کوونکو او طالبانو ترمنځ په ډزو کې یو وسله وال وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی، په دې پېښه کې دوه ملکیان هم ټپیان شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو یوې مطبوعاتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې پرون پنجشنبه (د لېندۍ ۴مه) د شپې شااوخوا نهه بجې دوو وسله والو موټر سایکل سپرو د لومړۍ حوزې اړوند په شهیدانو څلور لاري کې پر هغه طالبانو چې په سیمه کې یې ګزمه کوله ډزې کړي، خو په متقابلو ډزو کې یو حمله کوونکی وژل شوی او یو ژوندی نیول شوی دی.
د سرچینې... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې په افغانستان کې څه باندې یو لک او ۴۲زره ماشومانو ته د زده کړې امکان برابر کړی دی.
دغې ادارې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دې موده کې یې د ۵۳۵۰ ولسي ټولګیو ملاتړ کړی چې دغه شمېر ماشومانو ته د زده کړې امکانات برابر کړي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، په افغانستان کې لاهم تر ۴ میلیونو ډېر ماشومان چې تر نیمايي زیاتې یې نجونې دي، له ښوونځیو بې برخې دي.
یونېسف... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Матч ЦСКА - "Рубин" завершился со счетом 2:2
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Андрей Рублёв
Рублев не отстал от «Реала»! Как русская звезда тенниса покорила Мадрид
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жителей Москвы предупредили об аномально холодной погоде
Путин в России и мире
Москва
Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Путин поручил обеспечить граждан жильём площадью от 33 "квадратов" на человека
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net