دوه لکه افغان ښوونکي: داخلي او بهرني مراجعې زموږ معاش راکړي
ښوونکو په دغه لیک کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غوښتي چې په اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې دوی ته معاش ورکړي.
په لیک کې ویل شوي چې چارواکي باید د تعلیمي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره نېک او جدي ګامونه واخلي.
یو شمېر ښوونکي وايي چې د کورونو کرایې یې نه دي ورکړي او اکثره د پیسو نه لرلو له کبله د کرايي موټرو پر ځای ښوونځیو ته پلې ځي.
په همدې حال کې پرون د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې ټولو دولتي کارکوونکو ته به د درېيو میاشتو پاتې معاش په یوځای ورکړي.
