حوثي یاغیان وايي د عربستان پر شمېر ځایونو یې بریدونه کړي
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حوثیانو پرون شنبې وویل چې دا بریدونه یې د ۱۴ بې پېلوټه الوتکو په وسیله کړي دي.
سعودي عربستان د دغو بریدونو د تائید په ترڅ کې ویلي چې د هوايي دفاع رادارونو یې په جنوب کې ۳ بې پېلوټه الوتکې او ۷ نورې د یمن په خاوره کې ویشتي دي.
د سعودي عربستان د تېلو ملي شرکت ارامکو هم تائید کړې چې دغو حملو ته به ډېر ژر ځواب وویل شي.
