د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې سږکال به په ۱۶ ولایتونو کې د مېوو بڼونه په ځانګړي توګه د انګورو تاکونه جوړ شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا بڼونه په عصري ډول جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳۵ ممیز خونې هم جوړې شي چې د نوموړي په خبره د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو او د ممیزو د تولید د معیاري کېدو لامل وګرځي.
د ښاغلي رستمي په خبره، پهدې وروستیو کلونو کې شاوخوا ۲ زره عصري ممیز خونې جوړې شوي دي.
د افغانستان د جلغوزیو او زعفرانو د پروسس په برخه کې د چینایي پانګهوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هڅه کوي چې چینایي شرکتونه پهدغه هېواد کې پانګونه وکړي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه شرکتونه غواړي په افغانستان کې جلغوزي پروسس کړي:"پهدې وروستیو کې چینایي سوداګر د افغانستان جلغوزیو او زعفرانو ته زیاته لېوالتیا وښوده، تېره ورځ هم یو چینایي پلاوی افغانستان ته راغلی و او له موږ سره یې خبرې وکړې موږ د دې وهڅول... Читать дальше...
یوه پاکستاني سړي خپله مېرمن چې په بدن کې يې «اېچ.ای.وي» ایډز ویروس يې کشف شوی و، وژلې ده.
دا پېښه د پاکستان د سند ایالت په هغې سیمه کې شوې ده چېرته د «اېچ.ای.وي» شاوخوا ۷۰۰ مثبتې پېښې چې اکثره په ماشومانو کې دي، ثبت شوي دي.
پاکستاني چارواکو وویل چې د دې ۳۲ کلنې مېرمن د وژلو پېښه د سند ایالات په شکار پور سیمه کې شوې ده.
چارواکو ویلي، دا مېرمن د خپل مېړه لهخوا پهدې تور چې غیر مشروع جنسي اړیکې يې لرلې، وژل شوې ده.
چارواکو ویلي پهدې سیمه کې «اېچ.ای.وي» ویروس وروسته له هغې خپور شو چې د مظفر... Читать дальше...
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د بېلابېلو ستونزو له امله ګڼ افغان ماشومان له زدهکړو څخه محروم دي.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، ۴۵ وسلهوال طالبان د دې ولایت په چک ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
په کونړ کې زدهکوونکي او ښوونکي د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي.
امریکا او په منځني ختیځ کې یې مهمو متحدانو، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر ایران فشار زیات کړي.
درې واړو هېوادونو د هر ډول بریدونو پر وړاندې خبرداری ورکړی او په خپلو کې یې د تهران د سیمهییزو فعالیتونو پرضد د همکارۍ د پیاوړي کولو تدابیر زیات کړي دي.
د چهارشنبې په ورځ پهدې اړه څرګندونې او اقدامات پهداسې حال کې کېږي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ زیاتیدونکې ترینګلتیا د ممکنه پوځي کړکېچ د رامنځته کیدو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ایران ته خبرداری ورکړی... Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، دیني عالمان او د حج او اوقافو ریاست د سولې په برخه کې هېڅ اقدام نهکوي.
د امریکا او روسیې لوړپوړي ډيپلوماټان پر داسې تدابیرو غور کوي چې له مخې یې سوریه کولای شي «بېرته نړېوالې ټولنې ته شامله شي».
د سوریې د چارو لپاره د امریکا ځانکړي استازي جېم جیفري، د چهارشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټن او مسکو پر یو «ګام پر ګام چلند» غور کوي، څو د سوریې اته کلنه جګړه پای ته ورسوي، خو نوموړي زیاته کړه، دا حل لاره به «سختې پریکړې» وغواړي.
د امریکايي استازي دا څرګندونې د سوریې د جګړې د سولهییز هواري د موندلو... Читать дальше...
د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مطالبو راښکلې کړې ده:
راشد خان نه یوازې د افغانستان د کرکټ تر ټولو مطرح لوبغاړی دی بلکې په نړۍ کې هم د کرکټ ستوری ګڼل کېږي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان سياستوالو او طالب استازو په ګډون د مسکو غونډې ته پام کړی دی.
د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي نن پنجشنبه ماښام د طالبانو یوه مرکز ته ځي.
د سولې د ولسي حرکت د اړیکو او معلوماتو مسئول پاچاخان مولاداد ازادي راډیو ته وویل:"دا ځل د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته ځو. د بېلابېلو ولایتونو خلک راسره ملګري دي. د سیمې پر خلکو مو دا غږ دی چې نور د جګړې د درېدلو لپاره غږ پورته کړي."
موسی کلا ولسوالۍ له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.
تراوسه دا معلومه نهده چې طالبان به له دوی سره وګوري که به د دوی غوښتنې رد کړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوی درستیز سره پر سوله او د سیمې پر ثبات خبرې وکړې.
حمدالله محب له جنرال قمر جاوید باجوه سره د خپلې پرونۍ لیدنې کتنې په اړه په ټویټر کې لیکلي دي چې دواړو لوریو موافقه وکړه چې ملي لومړیتوبونه باید له سیمهییزو لومړیتوبونو سره همغږه شي او ټولې هڅې د ګډو لاسته راوړنو لپاره وشي.
ښاغلی محب زیاتوي چې پر دې ټینګار وشو چې تماسونه ادامه پیدا کړي، څو په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن پنجشنبه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي.
دا غونډه په مکه مکرمه کې ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:"ولسمشر به پهدې غونډه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه وینا وکړي، د افراطیت او ترهرګرۍ په اړه، همدا راز به ولسمشر د سولې په بهیر کې د اسلامي هېوادونو د ونډې په اړه خبرې وکړي."
دا د اسلامي همکاري د سازمان ۱۴مه سرمشریزه ده.
په کابل کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفیر د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ.
جان بس په ټویټر کې د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غوښتې دي چې د دې انتخاباتو د بودجې غم وخوري، په کومو برخو کې چې مامورین کم وي هغه دې پوره کړي، خپل کسان دې وروزي او د ښځو د تلاشي لپاره دې مېرمنې استخدام کړي.
په کابل کې د متحد ایالاتونو سفیر دا خبرې په ټویټر کې وروسته تردې لیکلي دي چې پرون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانی اعلان وکړ چې د تلې په شپږمه به درې... Читать дальше...
تمه وه چې په مسکو کې د چهارشنبې په ورځ د یو شمېرافغان سیاستوالو او طالبانو غونډه وشي، خو دا غونډه د اجنډا پرسر د اختلافاتو له کبله ونهشوه.
د امریکا د عدليې وزارت له لوري ځانګړی سلاکار رابرټ مولر وایي، د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د قضیې د څېړلو هدف دا نه و چې ولسمشر ټرمپ به تورنوو.
مولر چې د عدليې وزارت له لوري د دې قضیې د څېړلو لپاره ګمارل شوی دی، پرون د چهارشنبې په ورځ یې د لومړي ځل لپاره د شویو تحقیقاتو په اړه علني څرګندونې وکړې.
دی وايي:"که موږ دا ډاډ لرلی چې ولسمشر جرم نهدی کړی، دا خبره به مو کړی وای. په هرحال موږ پهدې برخه کې چې ولسمشر تورن شي که نهشي پریکړه نهده کړې. زموږ د راپور دوهمه... Читать дальше...
د کرکټ نړیوال جام لوبې نن د پنجشنبې په ورځ د انګلستان او ویلز په کوربهتوب پیلېږي. پهدې یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان، انګلستان، اسټرالیا، بنګلهدېش، پاکستان...
د امریکا د متحد ایالاتونو د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ایران ته خبرداری ورکړ چې په فارس خلیج کې به د امریکا پر ګټو یا د امریکا پر متحدانو هر راز برید ته واشنګټن ډېر سخت ځواب ورکړي.
دا خبرداری پهداسې وخت کې ایران ته ورکړل شوی دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ ډېر شوی دی او د دې دوو هېوادونو ترمنځ احتمالي پوځي نښتې ته اندیښنې زیاتې شوي دي.
جان بولټون پرون د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه ابوظبۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل چې په اغلب ګومان په وروستیو کې چې د متحد عربي اماراتو په اوبو کې د تیلو... Читать дальше...
اصغر افغان چې پخوا یې ځان اصغر ستانکزی باله، تر وروستیو څو میاشتو پورې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان و.
شاوخوا ديارلس کاله پخوا د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د ننګرهار په سرخ ديوال سیمه کې د پولیسو ښارګوټی د شهيدانو کورنيو ته منظور کړی و، خو تر اوسه د غاصبينو تر ولکې لاندې وو.
په کندز ولایت کې پهدې وروستیو کلونو کې د زعفرانو کښت دود شوی او دغه نبات د یو شمېر بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی.
د امریکا د متحد ایالاتونو یو پوځي چارواکی وایي، د امریکا استخباراتي ادارې پهدې باور دي چې احتمالاً روسیې داسې اټمي ازموینې کړي دي چې اغېز یې کمزوری وي.
د امریکا د پوځي استخباراتو د ادارې مشر جنرال رابرټ پي اشلي زیاته کړه چې ښایي دا له یوه ستر نړیوال تړون څخه سرغړونه وي.
جنرال پي اشلي پرون د چهارشنبې په ورځ دا خبره هم وکړه چې روسیه د ۱۹۹۶ میلادي کال د تړون ژمنو ته لېواله نهده. د دې تړون له مخې په هر راز شرایطو کې باید ټولې اټمي ازموینې ودرول شي.
د اټمي وسلو د ازموینو د مخنیوي تړون روسیې او... Читать дальше...
محمد نبي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو بل ستوری دی.
Спорт в России и мире
Москва
Прославленный вратарь Икер Касильяс присоединился к кампании Hisense «Ставшие легендой» в поддержку УЕФА ЕВРО 2024™
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Карельские чиновники потратили четверть миллиарда на мероприятия в Москве
Путин в России и мире
Москва
Путин призвал не допустить дефицита объектов электроэнергетики в Москве и области
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Рабочий визит в Республику Беларусь совершил воронежский губернатор
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В чем успех визита Зеленского во Францию и почему надо брать Mirage 2000
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Сергей Шнуров
Певец Михайлов заявил, что не будет петь вместе с лидером «Ленинграда» Шнуровым
Москва
Водитель пострадал при жёстком ДТП в Малоярославецком районе
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net