په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه
زوزانه چاپوتوا چې د چاپېریال ساتنې وکیله او د حکومت منتقده وه، د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په ډېر توپیر خپل رقیب ته ماته ورکړه.
د دغو انتخاباتو د تقریباً ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې مېرمن کاپوتوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې په سلو کې څه باندې ۵۸ رأیې ګټلې دي.
د هغه رقیب خپلواک کاندید ماروش سیفچوویڅ چې د واکمن د سوسیال ډموکراسي بهیر ګوند له ملاتړه برخمن و، په سلو کې څه کم ۴۲ رأیې خپلې کړي دي.
هغه خپله ماته منلې ده.
د چاپوتوا بری هغه بهیر پیاوړی کوی چې په ترڅ کې یې په اروپا کې پاپولېستانو او د اروپایي ټولنې ضد سیاستوالو یو لړ بریاوې ترلاسه کړې دي.
چاپوتوا د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چې دوه اوونۍ مخکې ترسره شوي و، په سلو کې له پنځوسو زیاتې رأیې ګټلې وې.
