ازبکستان افغانستان ته د افغان سولې د بریا لپاره د مرستې ډاډ ورکړ
د ملي امنیت د شورا له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره نن د یو لړ مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، کاملوف د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې تاشکند چمتو دی چې د افغانستان د هر ډول سولې د غونډې کوربه توب وکړي.
ازبکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ټاکل شوې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په روان سفر کې ورڅخه لیدنه وکړي.
