په مرکز مزارشریف کې د سولې د ولسي حرکت لاریون روان دی
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، د لاریون ګډونوال د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې جګړه بنده کړي او د سولې خبرو ته کېني.
ده زیاته کړه:
"د لاریون پرمهال له ولسونو غواړو چې سکوت مات کړي او خپل غږ پورته کړي چې په روانه جګړه کې نور ونه وژل شو او ترڅنګ یې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور جنګ بس دی، اوربند اعلان کړئ او یوې دایمي سولې ته ورسېږئ."
ښاغلي وطندوست وویل چې د سولې ولسي حرکت د مزارشریف له لاریون سره په یوه وخت کې په پلازمېنه کابل او په ننګرهار او بادغیس ولایتونو کې هم غونډې جوړې کړې دي.
د وطندوست په وینا، د سولې ولسي حرکت د افغانستان د سولې په خبرو کې پټې معاملې نه غواړي او هیله لري چې روانې خبرې باید شفافې وي او خلک یې له جزیاتو خبر وي.
