په کندهار کې شااوخوا ۳۰ تنه د مخدره موادو قاچاق کوونکي ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور (۳۴) کسان هغه مهال ونیول شول چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې یې نشه يي مواد ځای پر ځای کړي او غوښتل یې چې د کندهار هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.
له نیول شویو کسانو سره (۲۱) کیلو ګرامه هیروئین هم نیول شوي دي.
