کرملېن: په ونزوئلا کې د روسي سرتېرو موجودیت هېڅچا ته ګواښ نهدی
په مسکو کې د ونزوئلا پوځي اتشې هم ټینګار کړی چې په هېواد کې يې د روسي ځواکونو موجودیت د دواړو هېوادونو د موافقې پر اساس دی او روسي سرتېري به په پوځي عملیاتو کې ونډه نهاخلي.
د روسيې دوه پوځي الوتکې چې شااوخوا ۱۰۰ سرتېري پهکې سپاره وو، تېره شنبه د ونزوئلا مرکز کاراکاس ته ورسېده.
د ونزوئلا د حکومت د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو هڅه کوي چې د ولسمشر نیکلاس مادورو حکومت نسکوره کړي.
امریکا او د نړۍ ۵۰ هېوادونه ګوایدو د ونزوئلا د مؤقت ولسمشر په توګه په رسمیت پېژني.
روسیه چې په ونزوئلا کې يې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده له ولسمشر نیکلاس مادورو ملاتړ کوي.
