لوړ رتبه پوځي پلاوي نن مزار شریف ته سفر وکړ
دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا لوړ رتبه پوځي پلاوی به د بلخ ولایت له امنیتي او ملکي چارواکو سره د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
تر دې مخکې د بلخ د پخواني امنيه قوماندان د لیرې کولو پر سر په مزار شریف کې د امنیتي ځواکونو او د پخواني امنیه قوماندان ته چې د جمعیت ګوند د اجرائیه مشر عطا محمد نور ته نږدی دی، وسلهوالې نښتې وشوې.
تر دغو شخړو وروسته د دفاع د سرپرست وزیر اسد الله خالد په مشرۍ یوه پلاوي له عطا محمد نور سره ولیدل او د بلخ د وضعیت د ارامولو په اړهيې ورسره موافقه وکړه.
د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور اوس له حکومت څخه غوښتنه کوي چې شوې موافقه عملي کړي.
