د فوټبال «امید لوبډله» نن هېواد ته راستنېږي
افغان لوبډلې پهدغه سیالیو کې د یوې بریا په خپلولو سره درېیم مقام خپل کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر وايي چې د افغانستان لوبدله دوه اوونۍ وړاندې د اسیا جام په لومړنیو سیالیو کې د ګډون په هدف قطر ته تللې وه.
ښاغلی کارګر وايي چې پهدې سالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د قطر، دوهمه د عمان او د نیپال په وړاندې وکړه چې یوازې یوه بریا يې خپله کړه.
