د پاکستان سترې محکمې نن په ضمانت د نواز شریف د خوشې کېدو امر وکړ
۶۹ کلن شریف چې د فساد په قضیه کې په ۷ کاله بند محکوم دی، د محکمې د دې حکم له مخې کولای شي چې په پاکستان کې چېرته چې وغواړي خپله درملنه وکړي، خو د درېیو قاضیانو د دې حکم پر اساس نوموړی له پاکستانه د وتلو اجازه نهلري.
نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، له قلبي او د ګُردې له ناروغۍ شکایت کوي.
د اسلاماباد سترې محکمې تېره میاشت د درملنې لپاره په ضمانت د نواز شریف د خوشې کولو غوښتنه رد کړې وه.
