یوناما: په کندز کې هوايي برید ۱۳ ملکیان وژلي او درې ژوبل دي
یوناما نن په یوه بیان کې ویلي چې د جمعې د شپې په دې هوايي برید کې ۱۰ وژل شوي ماشومان دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه مرستندویه مأموریت سخته اندېښنه ښکاره کړې او له چارواکو او ښکېلو خواو یې غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاندې دیبرا ریچارډسن ازادي راډيو ته په یوه بیان کې ویلي چې دوی د کندز په عملیاتو کې د ملکیانو د وژل کېدو له ادعاوو خبر شوي او په اړه بهیې ټول معتبر تورونه وڅېړي.
