د پنجشېر لسګونو اوسېدونکو مظاهره وکړه
معترضان وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه وروسته له دې چې د حسیب قوای مرکز په نوم د یوه خپلسري وسله وال په نیولو کې پاتې راغلل، یو کس له ځان سره بوته.
د پنجشېر سیمه ییزو چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د عنابې ولسوالۍ په زمانکو سیمه کې د حسیب قوای مرکز د نیولو لپاره عملیات وکړل، مګر له څو ساعته نښتې وروسته د هغه په نیولو کې پاتې راغلل او تورن په تېښته بریالی شو.
د سرچینې په وینا، په دې نښته کې د پولیسو درې سرتېري ټپیان شول.
حسیب قوای مرکز د هغو لسګونو زورواکو له ډلې دی چې نوم یې د خپلسرو وسله والو د لرلو له کبله د کورنیو چارو وزارت د تعقیب لاندې کسانو په فهرست کې دی.
