د بخښنې نړیوال سازمان: امریکا په سومالیا کې ملکيان وژلي
د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې دا کار ښايي جنګي جنایت وګڼل شي، خو په افریقا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ دا ادعاوې رد کړي دي.
د عفوې د نړیوال سازمان په څېړنه کې څرګنده شوې چې په ۱۱۰ هوايي حملو کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له دوبي راهیسې شوي، ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې حملې ظاهراً د جګړې پر نړیوالو قوانینو تېری کوي او په ځينې مواردو کې جنګي جنایت بلل کېدلی شي.
د امریکا پوځ دا رپوټ رد کړی او وايي چې په سومالیا کې یې پهدې موده کې ۸۰۰ وسلهوال وژلي دي.
د امریکا پوځ ویلي چې په یاده موده کې یو ملکي وژلی یا زخمی شوی نهدی.
