د فرانسې حکومت د پاریس په شانزې لیزې واټ کې عمیات وکړل
ژېړ واسکټ لرونکو معترضانو پرون په دې واټ کې یو ځل بیا بانکونو او مغازو ته اور واچاوه.
د دې واټ لوکسو مغازو، رسټورانټونو او بانکونو نن د هغو زیانونو ارزونه پیل کړه چې د اعتراضونو پرمهال د اور لګېدو په پېښو کې ورته اوښتې دي.
د نړۍ دا پرتمین واټ پرون شنبې یو ځل بیا د اعتراضونو ډګر وو او داسې ښکارېده لکه جګړه چې پهکې تېره شوې وي.
ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون له امنیتي چارواکو سره له بېړنۍ غونډې وروسته وویل، په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره به کلک اقدامات وکړي.
