د کابل امنیه قوماندان د ملا ضعیف د کور محاصره کېدل رد کړل
د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه یوازې د امنیتي ګزمې او د ښاغلي ضعیف د کور د ساتونکو ترمنځ لفظي شخړه وه.
ښاغلي روشندل زیاته کړه:
"د ښاغلي ضعیف یوه ساتونکي چې وسله یې درلوده د هغه د کور په مخکې له امنیتي ګزمې سره مخامخ شوی او د هویت د تثبیت تر وخته د دوی ترمنځ ناوړه تفاهم رامنځته شو."
له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چې امنیتي ځواکونونو له تېرې شپې راهیسې ښاغلی ضعیف په بګرامۍ ولسوالۍ کې په خپلو کې کلابند کړی دی.
ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر و، خو وروسته له دې چې له ګوانتانامو زندانه خوشې شو، په افغانستان کې استوګن دی.
