پاکستان او هند، هندي سیکانو ته د بې وېزې پر تګ راتګ غږیږي
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د دواړو خواوو ترمنځ د اتاري په سرحدي ښارګي کې خبرې وروسته له دې پیل شوي چې پاکستانی پلاوی نن د هند خوا ته واوښت.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته وویل چې د دوو هېوادونو ترمنځ د پولي پرانېستلو هدف په دوستۍ د دښمنۍ بدلول دي.
