اروپایي ټولنه: د ژورنالېستانو امنیت ته ګواښ د رسنیو کار کمزوری کوي
دې ډيپلوماتیک مأموریت په هلمند کې پر خبریال نثار احمد احمدي وروستۍ حملې ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي:
"کله چې د ژورنالېستانو امنیت ته ګواښ پېښ شي، د رسنیو کار کمزوری او بېباوره کېږي."
د خبريال نثار احمد احمدي پر موټر پرون سهار په لښکرګاه کې چاودنه وشوه.
هغه په هلمند کې د سباوون راډيو مشر دی.
په چاودنه کې د هغه يوه پښه زخمي شوې او کابل ته د درملنې لپاره رالېږدول شوی دی.
د حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.
د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم دا حمله غندلې ده.
