د ساحلي فوټبال افغان ټيم په ۲ ماتو او یوې بریا له اسیایي سیالیو ووت
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، افغانستان توانېدلی چې په دغو لوبو کې مالیزیا ته ۳ د ۲ په وړاندې ماته ورکړي او په دوهمه لوبه کې یې له فلسطینه ۳ د ۲ په وړاندې ماته وخوړه.
د اسیا ساحلي فوټیال سیالۍ په ټایلند کې د ۱۶ ټيمونو په حضور کې د مارچ د میاشتې له ۷مې پیل شوې دي.
دغه سیالۍ به د مارچ د میاشتې په ۱۷مه پای ته ورسېږي.
