د ایتوپیا د هوایي شرکت یوه مسافروړونکې الوتکه غورځېدلې
دې شرکت نن وویل، بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې یې چې د کینیا پلازمېنې نایروبي ته پر لاره وه، ۱۴۹سپرلۍ او اته تنه عمله درلودل.
د دې شرکت ویاند وویل چې دا الوتکه له الوتو لږ ځنډ وروسته د پلازمېنې د جنوب ختیځ په شااوخوا ۵۰ کیلومترۍ کې بیشوفتو Bishoftu ښارته نږدې راغورځېدلې.
د ایتوپیا هوایي شرکت وايي، د ژغورنې او پلټنې هڅې روانې دي.
دې شرکت د پېښې د څرنګوالي او د تلفاتو د شمېر په اړه جزیات نه دي ورکړي.
