په نیمروز کې د سلو کیلو ګرام نشهيي موادو د قاچاق مخه نيول شوې
د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۵۵کیلو ګرامه نشهيي مواد چې چرس او هیروئین پهکې شامل او په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د دې ولایت پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېيم ځل دی چې د نیمروز پولیس نشه يي مواد نیسي.
