اشرف غني په کابل کې نننۍ حمله د ډموکراسۍ ضد عمل بللی
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیټ ټینګولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلې ده.
د دې وزارت ویاند محمد فیصل نن پر ټویټر لیکلي:
"پاکستان له ترورېزم او افراطیت سره په مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."
