د کابل استقلال روغتون: په نننۍ پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۷ ټپيان دي
حدودالله نوري ازادي راډو ته وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
ښاغلی نوري زیاتوي:
"تر اوسه ۱۷ ټپیان انتقال شوي، درې ماشومان او یوه ښځه ده، له بدهمرغه یو شهید لرو، د ټپیانو حالت ښه دی."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړو ځواکونو هغه کور محاصره کړی چې د مزاري په تلین باندې ورنه د هاوانو ډزې کېږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، هغه کسیې هم نیول شوی چې په هاوانیې ډزې کولې او جګړهیې رهبري کوله.
دا پهداسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴ تلین په مراسمو کې په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ګډون کړی وو.
که څه هم تر اوسه د دغې پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نهشته، خو د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ویاند په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پهدغه پېښه کې د ښاغلي اتمر اته ساتونکي برسېرن ټپیان شوي دي.
نا تأیید شوي راپورونو کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم پهدغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو دغه پېښه نهده تأیید کړې.
تر اوسه هم کومې وسلهوالې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
