محقق: د عبدلعلي مزاري د تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي نهده
محمد محقق له پېښې څو ساعت وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا د حکومت کمزورتیا ده او یا هم حکومت له ځینو داسې کړیو «داعش» ډلو سره لاس لري چې په همغږي سره یې غواړي د خپلو سیاسي رقیبانو پر ضد یې وکاروي.
دا پهداسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدلعلي مزاري ۲۴م تلین د لمانځلو په مراسمو چې په کابل جوړ شوی و، د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو شمېر افغان سیاستوالو پهکې ګډون کړی و.
د غونډې په مراسمو له نېږدې ځایه د هاوانونو ډزې وشوې چې غونډه یې ګډه وډه کړه.
جګړه چې مرګ ژوبله هم لري، لا هم روانه ده او مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه اخېستی.
