ازبکستان: د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوو
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له دفتره په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې عبدالعزیز کاملوف په قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي سره د خپلو لیدنو جزئیات حمدالله محب ته ورکړل.
اعلامیه د ښاغلي کاملوف له قوله زیاتوي چې باور لري د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو پرته د دغه هېواد د سولې په راوستلو کې بله هېڅ لار نهشته.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم د افغانستان د سولې په برخه کې د ازبکستان د رول ستاینه کړې او وایي، د کابل په درېیم کنفرانس کې به د سولې په پروسه کې د سیمې هېوادونو پر رول بحث وشي.
پهدې لیدنه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې شوې دواړو لورو پر سولې سربېره د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا، د اقتصادي، ټرانزیتي او سوداګریزو همکاریو بحث وکړ.
