هيلري کلنټن د امریکا راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو ته ځان نه کانديدوي
دې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون کړی و او له ډونالد ټرمپ څخه یې وبايلله.
راتلونکي ولسمشريز انتخابات به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کېږي.
کلنټن له نيويارک سيټي ټلويزیون سره په خبرو کې دا اعلان وکړ.
مرکه يې پرون د دوشنبې په ورځ خپره شوه.
ګڼو ډموکراتانو، والیانو او نورو په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون اعلان کړی دی.
