د ورښتونو او سېلابونو له کبله د تلفاتو شمېر ۵۹ ته رسېدلی
دا خبره طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي نجيب اقا فهيم له ازادي راډيو سره په خبرو کې وکړه.
ده زیاته کړه:
"د خلکو ستونزو ته د لاسرسي په خاطر یوه عملياتي اداره جوړه شوې او په کندهار او فراه کې هغو کسانو ته مرستې رسول شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري."
ده زياته کړه چې کندهار، فراه، هلمند او هرات له هغو ولایتونو دي چې د سېلابونو له کبله تر ټولو ډېر زيانمن شوي دي.
