د افغانستان او ایرلنډ نننۍ لوبه د باران له امله ځنډېډلې
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې او تر دې مهاله یې په ۴۸،۳ اورونو کې د ۷ وایکټو په زیان سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې دي.
د افغان لوبډلې لپاره حضرت ځاځي ۶۷، رحمت شاه ۵۴ او حشمت الله شهیدي ۵۲ منډې جوړې کړې.
له دې وړاندې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ ته په ۵ وایکټو ماته ورکړې وه.
