د بولان د څېړنیز فارم د بیارغولو چارې بشپړې شوې
د هلمند د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې د بیا رغولو په دې پروژه کې د ۲۸۳ جریبه ځمکې د احاطې دېوال رغول، د فارم لېول کاري، د کارکوونکو لپاره ۱۸ خونې، دفترونه جوړول، د تخمونو د پروسس مرکز جوړول، د کرنیزې ماشینرۍ لپاره ترمیماتي خونه او د اوبو زېرمه شامل دي.
بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه یو له هغو فارمونو دی چې د تخمونو د څېړنې او د عصري کرکېلي د لارو چارو ښودلو په برخه کې بزګرانو ته اسانتیاوې برابروي او د کرنې په برخه کې بېلابېلې څېړنې هم په کې ترسره کېږي.
نوموړی وايي چې په دې سره به د کروندګرو په حاصلاتو او د دوی په اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
