اسلام اباد: نوي ډیلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وايي، نوي ډیلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي.
شاه محمود قریشي نن د سې شنبې په ورځ د دې هېواد دننه د هندوستان د حملې په غبرګون کې وويل:
"له تاوتریخوالي ډک اقدام چې یوازې د سياسي ګټو لپاره تر سره شوی دی، کولای شي د سيمې سوله له خطر سره مخامخ کړي."
ښاغلي قريشي د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو يادونه ونهکړه، خو په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله تېره اوونۍ ويلي و چې د پاکستان پر وړاندې د هندوستان هر ډول اقدام به د امریکايي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې اغېزمنې کړي.
ده ويلي و چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لري او له امريکايي استازو سره د طالب استازو مذاکرات د پاکستان د عملي اقداماتو يوه برخه دي.
افغان حکومت د پاکستان د سفير د خبرو په غبرګون کې هغه احضار کړ.