د میوند د فوټبال لوبډلې پامیر ته په ماتې ورکولو سره مخکې لاړه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د اعلامیې د معلوماتو له مخې پهدغه سیالۍ کې میوند پامیر لوبډلې ته ۷ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغه سیالیو د تېرې ورځې په لوبه کې بیا عدالت لوبډلې اریا ټارګیټ لوبډلې ته ۳ د ۲ په وړاندې ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.
د دغه سیالیو لومړی پړوا د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې او د راتلونکي جمعې په ورځ پای ته رسېږي.
