د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ ۵۰ اوورېزه سیالۍ سبا پیلیږي
افغانستان پهدې سفر کې له ایرلنډه د شل اوورنو د سیالیو لړۍ درې د صفر په وړاندې ګټلې ده.
دغه دواړه لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او یوه تېسټ سیالۍ لري چې د پنځوسو اوورنو د لوبو لړۍ به يې سبا پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ هیله ښودلې چې ملي لوبډله د ایرلنډ په وړاندې د پنځوسو اوورونو په سیالیو کې هم د پام وړ لاسته راوړنه ولري.
