د اسکار جایزو د وېش مراسم د لاس انجلس په هالیووډ کې ترسره شول
د اسکار جایزو د وېش ۹۱م مراسم تېره شپه د لاس انجلس په هالیووډ کې ترسره شول.
د فلمونو پهدې فسټیوال کې «راپسودي بوهمي» څلور جایزې، «بلک پنټر» درې جایزې، «ګرین بوک» درې جایزې او «روما» درې جایزې وګټلې.
«ګرین بوک» د کال د تر ټولو غوره فلم جایزه خپله کړه.
«رامي ملک» د «راپسودي بوهمي» په فلم کې د لوبغاړي په توګه د رول لوبولو په خاطر د تر ټولو ښه نارینه هنرمند جایزه وګټله.
«اولوویا کولمن» هم په «فېورېټ» کمیډي کې د خپل رول په خاطر د اسکار د سږني کال د تر ټولو غوره ښځینې لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه.
د روما فلم په ۱۰ برخو کې د اسکار جایزو ته کاندید شوی و، خو یوازې درې جایزې یې وګتلې.