پاکستان کې د نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد شوه
دا خبره د هغه د مسلم لیګ نواز نون ګوند مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې به بیا د استېناف غوښتنه وکړي.
نواز شریف چې د مالي فساد په تور په اوو کلونو بند محکوم شوی، روغتیایي وضعیتیې له زندانه د خوشې کېدو اصلي دلیل ښودل شوی و.
له دې مخکې هم په یوه روغتون کې د هغه درملنه شوې وه.
د پاکستان پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د محکمې دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.
نواز شریف چې درې دورې یې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پاکستان سترې محکمې سلب صلاحیت او له دندې لیرې کړ.
په تېر ډسمبر کې د فساد ضد محکمې نوموړی د عوایدو د مالي سرچینو د پټ ساتلو په تور په اوو کلونو بند محکوم کړ.
له هغې وړاندې هم نوموړی په جولای میاشت کې په لندن کې د عصري اپارتمانونو د پېرلو په جرم په ۱۰ کاله بند محکوم شوی و چې د استېناف غوښتنې په نتیجه کې په تېر سپټمبر کې له زندانه په ضمانت خوشې شوی و.
نواز شریف پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي او وایي چې هغه سیاسي انګېزه لري.
