عسکر مامین د قزاقستان د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو
د ولسمشرۍ دفتر نن په ټوېټر کې ویلي چې نوموړی د ولسمشر د یوه فرمان له مخې ټاکل شوی دی.
څلور ورځې مخکې نظرباییف پخوانی حکومت ړنګ کړی و او ویلي یې دي چې هغه د خلکو د ژوند په ښه کېدو او د انرژۍ له سکټور پرته د متنوع اقتصاد په ایجادولو کې پاتې راغلی و.
۵۳ کلن مامین له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.
